پل علم (پژواک، ۲۳ تله ۹۴): د لوګر سيمه ييز چارواکي د دغه ولايت په خروار ولسوالۍ تر سلو د ډېرو طالبانو د وژلو ادعا کوي، خو طالبان بيا دغه ادعا ردوي.
د لوګر د والي وياند سيلم صالح د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، امنيتي ځواکونو له يوې اوونۍ راپه دېخوا په خروار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
ده زياته کړه، په دغو عملياتو کې تر اوسه د شپږو قوماندانو په ګډون ١١٠ طالبان وژل شوي او تر دېرشو ډېر ټپيان دي.
د هغه په خبره، دغه عمليات به تر هغه روان وي، څو ياده ولسوالي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شي.
دى وايي: ((د دغو عملياتو رهبري په مستقيم ډول د والي له لوري کېږي او په تېرو ۱۴ کلونو کې دا بې ساري عمليات دي او ښې پايلې لري.))
نوموړي وويل، په تېرو ١٤ کلونو کې د خروار ولسوالۍ ډېره برخه د وسله والو طالبانو په لاس کې وه او له هغه ځايه يې د پکتيا، لوګر او په ميدان وردګو ولايتونو کې د ورانکارو کړنو لپاره پلانونه جوړول.
د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي په خروار ولسوالۍ کې پيل شوي عمليات مثبت ارزوي او وايي: ((ولس امنيت او بيارغونې ته اړتيا لري او د ولسونو ساتنه زموږ د امنيتي ادارو مسووليت دى، څو خلک ارام ژوند وکړي.))
د ده په وينا، امنيتي ځواکونه بايد د خروار د امنيت د ټينګښت په موخه له عملياتو وروسته په سيمه کې پاتې شي.
د يادو عملياتو په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، په تېره يوه اوونۍ کې په خروار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې يواځې پنځه طالبان وژل شوي دي.
هغه وايي چې په خروار ولسوالۍ کې د طالبانو د وژل کيدو په اړه د حکومت ادعا بې ځايه ده.
دى زياتوي، د خروار ولسوالۍ يواځې د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ ودانۍ له امنيتي ځواکونو سره دي او پاتې نورې ټولې سيمې يې له ١٤ کلونو راهيسې د طالبانو په ولکه کې دي.
خروار د مرکز پل علم په ٤٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP