Language

چارواکي : تېره اوونۍ په غزني کې ٢٠٠ طالبان وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ۲۵ تله ۹۴): د غزني حکومتي چارواکي په تېره يوه اوونۍ کې د دوو سوو طالبانو د وژل کېدو او د پنځوسو نورو د ټپي کېدو ادعا کوي خو طالبان بيا د هغوى دغه ادعا ردوي.

د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي د تلې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو په تېره اوونۍ کې د دريو ورځو لپاره د غزني په مربوطاتو کې د کابل_کندهار لويه د ترافيکو پر مخ تړلې وه.

هغه وايي چې د لارې د تړلو تر څنګ وسله والو طالبانو پر امنيتي ځواکونو بريدونه هم وکړل چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې ٢٠٠ طالبان وژل شوي او پنځوس نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه: ((په وژل شوو کې د وسله والو طالبانو مهم قوماندانان هم شامل دي.))

د احمدي د معلوماتو له مخې، د طالبانو د يادو بريدونو له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي، ١٢ملکي وګړي او څلور پوليس ټپيان شوي دي.

په غزني کې د ځانګړې قطعې قوماندان محمد اسماعيل قريشي هم پژواک ته وويل چې په تېره اوونۍ څه د پاسه دوو سوو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي: ((د ډېرو وژل شوو طالبانو جسدونه په سيمه کې پراته وو چې پاکستانيان او وزيرستانيان وو.))

ده وويل چې وسله وال طالبان د استوګنې په کورونو کې ځاى نيسي او له هغه ځايه پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي.

د غزني ښار د نوغي سيمې اوسېدونکى رحمت الله هم وايي چې وسله وال طالبانو د استوګنې په کورونو کې مورچې جوړې کړې وې.

هغه زياته کړه: ((په لاندې کوټه کې ماشومان وو او طالبانو د بام له سره پر امنيتي ځواکونو ډزې کولې.))

خو د غزني ښار د لېوانو سيمي اوسېدونکى نعمت الله وايي: ((د ملي اردو د يو توغندي له امله په يو کور کې درې نارينه او دوه ښځې و وژل شوې او پنځه نور ټپيان شول.))

د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکتر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې يواځې د تېرې سه شنبې ورځ دغه روغتون ته اته ټپيان او دوه مړي ور وړل شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.