مهترلام (پژواک، ٢٦ تله ٩٤): د لغمان ولايت د عدليې رياست نوې جوړه شوې دوه پوړيزه ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د يادې پروژې د پرانيستې پر مهال د دې ودانۍ جوړېدل يې د بيارغونې هغه بهير ياد کړ چې نور به هم چټک شي.
هغه زياته کړه چې د ادارو د تعميراتي، بشري او تخنيکي ستونزو د هواري لپاره به شپه او ورځ کار وکړي.
نعيمي لارښوونه وکړه چې عدلې او قضايي ادارې دې په بشپړه ايماندارۍ او واقعي توګه د نافذه قوانينو د تطبيق لپاره کار وکړي، عدالت د تامين او د هر ډول بې عدالتيو په وړاندې دي جدي مبارزه وکړي تر څو پر دولت د خلکو باور زيات او د صحرايي فيصلو مخه ونيول شي.
نوموړي د عدليې رياست د ودانۍ په اړه وويل چې ياده ودانۍ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه چې ١٦ميليونه،٩٨١زره او ٩٦٠ افغانۍ لګښت پرې راغلى د وزارت د انکشافي بوديجې په مالي تمويل سره د يو کال په موده کې جوړه شوې ده.
د عدليې رييس عبدالله الکوزي پژواک ته وويل چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره يې ټولې هغه ستونزې هوارې شوې چې ياد رياست د ودانۍ د نه شتون له امله ورسره مخامخ و.
هغه ولس ته ډاډ ورکړ چې د قوانينو د تطبيق په برخه کې به ولس ته کار وکړي او په اړوند کاري برخو کې به اغېزمنې کړنې ترسره کړي.
د دې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې د لغمان والي تر څنګ د ملي امنيت رييس، د ولايتي شورا رييس، د عدليې رياست رييس، د استيناف محکمې رييس، د استيناف څارنوالۍ رييس او د نورو ادارو رييسانو او مسوولينو برخه اخيستې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP