مزارشريف (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): له شماله د قره قُل پوستکو صادرات ۵۰ سلنه کم شوي او د قره قل څاروي د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د هېواد په کچه د قره قُل څارويو پالنه او ترې د پوستکو ترلاسه کول، په شمال پورې ډېر تړلي پاتې شوي، د دغه زون په فارياب، سرپل، جوزجان، بلخ، کندوز، سمنګان او تخار ولايتونو کې دغه ډول څاروي زيات ساتل کېږي.
په مزارشريف کې د قره قل صادراتو پراختيايي موسسې مسوول دين محمد نوري پور د تلې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان زېږديز کال کې د قره قل پوستکو صادرات د تېرو کلونو په پرتله ۵۰ سلنه کم شوي دي.
نوموړي زياته کړه، که څه هم په شمال زون کې د قره قل پوستکو صادراتي چارې له کومې ځانګړې ستونزې سره مخ شوې نه دي؛ خو په نړيواله کچه د شته نا امنيو له امله د قره قل د سوداګرو مالونه د نه پلور له امله په نړيوال مارکېټ کې بند پاتې شول.
د هغه په وينا، تېر کال د اوکراين او روسيې تر منځ د لانجې له امله په مسکو کې د قره قل پوستکو بازار سوړ شو چې پر افغان سوداګري يې هم په دې برخه کې منفي اغېز وکړ.
نوري پور وويل، دوی له تېرو ۱۴ کلونو له شمال څخه هر کال له ۵۰۰زرو تر ۶۰۰زرو پورې پوستکي بهرنيو ملکونو ته صادروي.
ده زياته کړه، سږ کال دوی په مسکو کې چې ډېری قره قل پوستکي ورته صادرېږي، لا هم د تېر کال ۵۰۰زره پوستکي لري چې د اوکراين د مسئلې له امله تېر کال نه دي پلورل شوي.
د هغه په خبره، دوی بيا هم سږ کال په شمال کې تر دې دمه ۲۵۰زره قره قل پوستکي له مالدارانو اخيستي دي.
دى وايي، دوی د شمال زون مالدارانو ته ويل چې سږ او راتلونکى کال دې د قره قل وري ډېر نه حلالوي، بلکې د نسل ساتنې لپاره يې دې وساتي.
نوموړی زياته کړه، دوی د صادراتو په برخه کې له کومې ځانګړې ستونزې سره مخ نه دي؛ خو د قره قل څارويو مالداران د څارويو ساتنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
په بلخ ولايت کې د قره قل پوستکو ساتونکي مالدار يوسف خان پژواک ته وويل، د خپلو څارويو د ساتنې او پالنې په برخه کې د څښاک اوبو او وښو له کمښت سره هر مهال مخ وي.
ده زياته کړه، په شمال کې اوس د جنګونو د مخکې مهال غوندې پراخ څرځايونه نشته.
login or register a new account.