Language

پل علم (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): له پلازمېنې کابل څخه د لومړي ځل لپاره  لوګر ولايت ته د شاوخوا ٦٠ ميګاواټه برېښنا د لېږد چارې پيل شوې چې په لومړي سر کې به ١٥زره کورنيو ته و وېشل شي.

دغه څرګندونې د کابل د سينديزې حوزې مشر عبدالمعروف مسير د تلې په ٢٧مه د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

مسير وويل چې د کابل ولايت له ارغندۍ سيمې څخه د لوګر ولايت مرکز ته د ٦١ ميګاواټه برېښنا د ليږد چارې نن پيل شوې.

هغه وايي چې پر دې پروژه ١٢ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راځي چې د امريکا د متحده ايالاتونو له لوري ورکول کېږي.

د هغه معلوماتو له مخې، د لارې په اوږدو کې به ٢٦٠ پايې ودرول شي او د دې پروژې چارې به يو کال او دوه مياشتو کې پاى ته ورسېږي.

مسير وايي چې د پروژې له بشپړېدو سره سم به ١٥زره کورنيو ته برېښنا ورکړل شي او بيا به وروسته په ټول لوګر کې ووېشل شي.

ده د لوګر له سيمه ييزو چارواکو او خلکو غوښتنه وکړه چې د  يادې پروژې د پلي کولو په برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.

دغه راز د لوګر والي محمدحليم فدايي وويل چې د دې پروژې په پلي کولو کې سيمه ييز اداره  په ټوليزه توګه همکارۍ ته چمتو ده.

هغه  زياته کړه: ((د برېښنا په راتګ سره به په لوګر کې ځينې فابريکې جوړې شي، ځوانان به د کمپيوټر زده کړو ته لاسرسى پيدا کړي او نور پرمختيايي کارونه به هم وشي.))

د فدايي په وينا، هغو خلکو ته به سخته سزا ورکړي چې د دې ملي پروژې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزي وويل: ((دا يوه ملي او مهمه پروژه ده او موږ ډېر زيات خوشحال يو چې لوګر ته برېښنا راځي.))

ده هم وويل چې ولايتي اداره په ياده برخه کې له حکومت سره هر راز مرستې ته چمتو ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.