Language

مدني ټولنې : حکومت د نشه يي توکو د کر او قاچاق مخنيوي کې پاتې راغلى

مزارشريف (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): د بلخ ولايت مدني ټولنوادعا کړې چې حکومت  په هېواد کې د نشه يي توکو د کر، قاچاق او کارونې په مخنيوي کې پاتې راغلی.

په همدې تړاو د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د "خط نو" مدني ټولنې له خوا د تلې په ۲۷مه، غونډه رابلل شوې وه، چې په ترڅ کې يې خپله ۱۶ماده ييزه طرحه حکومت ته وړاندې کړه.

د خط نو ټولنې مشر عبدالقادر مصباح پژواک خبري اژانس ته وويل، چې حکومت په تېرو څوارلسو کلونو کې د نشه يي توکو پر وړاندې په هر ډول مبارزه کې پاتې راغلی دی.

نوموړي زياته کړه، څومره چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه شوې، هومره يې قاچاق او کارېدل ډېر شوي دي.

د هغه په وينا، نن په ټول هېواد کې له درې ميليونه څخه ډېر افغانان په نشه يي توکو روږدي دي، چې يو ميليون يې په کې په زرقي بڼه نشه يي توکي کاروي.

مصباح وويل، حکومت چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د نړيوالې ټولنې د مرستو له لارې د نشه يي توکو د کر پر وړاندې چارې تر سره کړي؛ هېڅ ځای يې نه دی نيولی، ځکه چې لا هم په هېواد کې په پراخه کچه نشه يي توکي کرل کېږي.

نوموړي زياته کړه، لا هم د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې له ۲۰۰زره هکتاره ډېرې ځمکې باندې نشه يي توکي کرل کېږي.

د هغه په خبره، د شمال زون په ټولو ولايتونو کې نشه يي توکي کرل کېږي، چې بدخشان په لومړي او بغلان او فارياب ولايتونه په کې په دويم کتار کې راځي.

مصباح وايي، په نننۍ غونډه کې حکومت ته ۱۶ ماده ييزه طرحه وړاندې شوه، چې بايد پر وړاندې يې مثبت ځواب ووايي.

نوموړي د دغې طرحې د مهمو ټکو په اړه زياته کړه، په هېواد کې بايد د نشه يي توکو قاچاق د کمښت په برخه کې د ځانګړي ميکانيزم له لارې هڅې وشي.

په طرحه کې وړانديز شوی، چې د نشه يي توکو پر وړاندې په جوړه شوې ستراتيژي، چې په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوې، له سره بايد پرې کتنه وشي.

همداراز په پوهنتونونو کې بايد د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نامه يوه څانګه جوړه کړای شي، چې څېړنيزې چارې پر مخ يوسي.

login or register a new account.

Related Topics