Language

امنيتي چارواکي په لوګر کې د ٢٠ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

پل علم (پژواک، ٢٨ تله ٩٤): د لوګر امنيتي چارواکي د دغه ولايت په خروار ولسوالۍ کې د ٢٠ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي خو طالبان بيا دغه ادعا نه مني.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال داوود احمدي د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو په خروار ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو پوځي عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د امريکايي ځواکونو د هوايي بمبار له امله شل وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه: ((دغه طالبان په څلورو پيکپ موټرو کې سپاره وو چې تر هوايي بريد لاندې راغلل او ٢٠ تنه يې ووژل شول.))

ده وويل چې امنيتي ځواکونو د خروار ولسوالۍ ډېره سيمه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړې او د عملياتو پر مهال يې يو اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

دغه راز د لوګر والي محمدحليم فدايي پژواک ته وويل چې له کندوز وروسته وسله والو طالبانو د لوګر ولايت د نيولو هڅې پيل کړې دي.

خو فدايي وايي چې امنيتي ځواکونو يې پر وړاندې عمليات پيل کړي او په خروار او ازرې ولسواليو کې يې ډېرې سيمې له طالبانو نيولې دي.

شاوخوا شل ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د کندوز مرکز او ځينې نورې سيمې د څو ورځو لپاره نيولې وې.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه په خروار ولسوالۍ کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه وايي چې د تېرې شپې په جګړه کې طالبانو اووه امنيتي سرتېري وژلي، درې يې ټپيان کړي او درې ټانګونه او يو رينجر موټر يې له منځه وړي دي.

خو د لوګر امنيتي چارواکي د طالبانو دغه څرګندونې ردوي.

دغه راز د لوګر امنيه قوماندان وويل چې د مرکز پل علم اړوند د بابوس په سيمه کې امنيتي ځواکونو عمليات کړي چې د يو راکټ په ګډون يې ٧ ميله وسله ترلاسه کړې ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.