مزارشريف (پژواک ٢٩ تله ۹۴): د بلخ ولايت امنيتي مسوولينو د امنيت له پلوه خلکو ته د عاشورا ورځې د نمانځنې مراسمو ترسره کولو لپاره پوره ډاډ ورکړ.
د دغه ولايت امنيه قوماندان لوی پاسوال سيد کمال سادات د تلې په ۲٩مه مزارشريف کې د خبري ناستې په ترڅ کې خبريالانو ته وويل چې په دغه ولايت کې د عاشورا ورځې د نمانځنې د مراسمو لپاره بشپړ امنيتي چمتووالی لري.
ده زياته کړه، په همدې موخه د مزارشريف ښار په بېلابېلو برخو کې ګزمې او د ښار په عمومي واټونو کې وخت ناوخت د مشکوکو کسانو په خاطر تلاشۍ هم روانې دي.
نوموړي د بلخ امنيت ډاډمن وباله؛ خو د بلخ د شاوخوا ولايتونو ناامنۍ يې د اندېښنې وړ وبللې.
د هغه په وينا، ښکاره ده چې دښمن په هېڅ وخت کې نه دى بريالى شوى، خو د خلکو ترمنځ د وېرې خپرولو هڅې کوي.
سادات وويل، په همدې موخه چې دښمن په بلخ ولايت کې هېڅ ډول نفوذ ونه شي کړای، له نورو ولايتونو سره د دغه ولايت په سرحدونو کې يې امنيتي پوستې ډېرې کړې دي.
دى زياتوي، د چاربولک ولسوالۍ له لوري له جوزجان ولايت سره او د خلم ولسوالۍ له پلوه له کندوز سره اوږدې پولې لري چې د امنيتي ځواکونو تر پوره ولکې لاندې دي.
ټاکل شوې، چې د راتلونکې شنبې په ورځ د عاشورا ورځ ونمانځل شي.
login or register a new account.