Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کلات (پژواک، ٢٩ تله ٩٤): د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چې تېره شپه د نا امنيو په دوو پېښو کې د وسله والو طالبانو او امنيتي سرتېرو په ګډون درى کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي

د زابل د شينکۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان همايون ګلزار د تلې په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه پوليسو د سيوري سيمې اړوند د عمرزو په کلي د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات ترسره کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې د عملياتو پر مهال د پوليسو او وسله والو مخالفيو تر منځ جګړه شوې چې په کې د وسله والو يو ډلمشر وژل شوی او درى نور ټپيان دي .

د ده په خبره، وژل شوی ډلمشر ملا کريم الله نومېږي او جسد يې هم پوليسو ترلاسه کړی چې وروسته يې د سيمې سپين ږيرو ته وسپاره.

بلخوا د شاه جوى ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان حاجي ګل اغا وايي چې تېره شپه په دې  ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د نوموړي په وينا، چې وسله والو مخالفينو د يادې ولسوالۍ د هولان رباط په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد کړی چې په کې يو سيمه ييز پوليس او يو طالب وژل شوی دى.

نوموړی وايي چې په جګړه کې يو سيمه ييز پوليس او درى وسله وال ټپيان شوي هم دي

 

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.