Language

پکتيا کې دوه ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

ګردېز (پژواک، ٢٩ تله ٩٤): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې يو پول او يوه د اوبو رسولو پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه چې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

د يادو پروژو د پرانيستې په غونډه کې د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وويل چې د څښاک اوبو پروژه د پکتيا د مهاجرينو په کمپ کې جوړه شوې ده.

هغه وايي چې يونسيف موسسې له لوري په دغه کمپ کې د څلورو ميليونو ډالرو په لګښت د څښاک اوبو يوه ذخيره جوړه شوې ده.

د ده معلوماتو له مخې، دغه زءرمه د پنځه سوه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري او څلور زره کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.

دغه راز د پکتيا د مهاجرينو رييس حضرت مير همت وويل له دې وړاندې د دغه کمپ اوسېدونکو د ژورو څاګانو او د کارېزونو له اوبو څخه ګته پورته کوله.

نوموړي وويل په دې پروژه کې د لمريزې برېښنا سيستم هم فعال شوى چې د ورځې به اته ساعته د اوبو را ايستلو لپاره کار کوي.

له بلې خوا د ګردېز ښار اړوند د کوچي خېلو په سيمه کې يو پول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل پژواک ته وويل چې دغه پول د ملي پيوستون پرګرام له لوري د څه باندې درى ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى دی.

نوموړي وويل، دغه پل پنځه ويشت متره اوږدوالی او څلور متره سور لري چې د سيمې لسګونه کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي.

د سيمې يوه اوسېدونکي رحمت ګل پژواک ته وويل چې پخوا به په دې سيمه کې خلک د سېلابونو د راوتلو له امله له ستونزو سره لاس اوګرېوان و خو د دغه پله په جوړېدو سره به دغه ستونزه نوره حل شي.

هغه په دې سيمه کې د نورو ورته پروژو د جوړولو غوښتنه هم وکړه.

 

login or register a new account.

Related Topics