Language

د غزني د جغتو ولسوال ووژل شو

غزنى ښار (پژواک، ٣٠ تله ٩٤): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د جغتو ولسوالۍ ولسوال پر ډزو وژلى دى.

د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي د تلې په٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جغتو ولسوال محمد داوود له خپل يو ساتونکي سره نن سهار د يادې ولسوالۍ د قياغ په سيمه کې د طالبانو له لوري وژل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((دى له خپل ساتونکي سره په ليني فلاينکوچ موټر کې سپور و بيا چې کله د قياغ سيمې ته رسېدلى طالبانو پرې بريد کړى او دواړه يې له موټره ښکته کړي او پر ډزو يې وژلي دي.))

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم ياده پېښه تاييدوي.

هغه زياته کړه: ((ولسوال وړاندې تر دې چې موږ په جريان کې کړي، پر خپل سر يې حرکت کړى نو ځکه د طالبانو له لوري وژل شوى دى.))

امرخېل د دغه ولايت له چارواکو غوښتنه وکړه چې له يوې سيمې بلې ته د تګ راتګ پر مهال دې امنيتي ځواکونه په جريان کې کړي.

د قياغ سيمې اوسېدونکي محمد حسين پژواک ته وويل چې د ولسوال او د ساتونکي مړي يې امنيتي ځواکونو انتقال کړي دي.

وسله  والو طالبانو هم د جغتو د ولسوال د وژلو پخلى کړى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو نن سهار د جغتو ولسوال وژلى دى.

 

 

 

login or register a new account.