کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٤): د تدارکاتو ملي کمېسيون د ولسمشر په ګډون په يوه فوق العاده ناسته کې د يو ميليارد افغانيو په ګډون ١٥ قراردادونه منظور کړل.
د ارګ مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ناسته تېره ورځ ماښام مهال په ارګ کې ترسره شوه.
د ويلو ده چې په دې ناسته کې چې د ولسمشر د دويم مرستيال محمد سرور دانش او د حکومت د اجرايي مشر ډاکتر عبدالله هم شتون درلود، د ملي پوليسو د اعاشې د قرار دادونو په اړه تصميم ونيول شو.
د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، د يو ميليارد او ١٦٠ ميليونه افغانيو په ارزښت ١٥ قراردادونه منظور شول او په ټوله کې په دغو قرار دادونو کې٢١٢ ميليونه افغانۍ سپما شوې ده.
د دې ناستې په بله برخه کې د ملي دفاع وزارت د قراردادونو د څېړلو ګومارل شوي پلاوي د خپلو موندنو بشپړ راپور کمېسيون ته وړاندې کړ او وروسته د دفاع وزارت چارواکو د خپلو اړتيا وړ اجناسو وړانديز بيان کړ.
د ارګ دفتر زياته کړې چې د ملي تدارکاتو کمېسيون د پلاوي په راپور کې ټينګار شوى چې د کمېسيون موندنې او طرحه شوي وړانديزونه دې وڅېړل شي.
د ارګ دفتر زياته کړې چې د ملي تدارکاتو کمېسيون د دغه راپور د موندنو او مطرح شوو وړانديزونو پر څارنې د ټينګار تر څنګ په يوه ځانګړې اډانه کې د ملي اردو اکمالاتو ته په پام سره د اجناسو د تدارک لپاره يوه طرحه تاييد کړه.
ولسمشر اشرف غني ټينګار وکړ چې د کورنيو چارو وزارت په قراردادونو کې د سرغړونو د مخنيوي، د قانون پلي کېدو او له فساد سره د مبارزې لپاره به يو پلټونکى پلاوى وټاکل شي.
په دې خبرپاڼه کې د دغه پلاوي د جوړښت او کار د پيل په اړه معلومات نه دي وړاندې شوي.
login or register a new account.