مزارشريف ( پژواک، ٤ لړم ٩٤ ) : د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د خانقا د جوړېدو چارې د ترکيې هېواد په مالي مرسته پيل شوې.
ياده خانقاه، چې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې موقعيت لري، په ۳۱جريبه ځمکه کې به د ستر فرهنګي مرکز په څېر، چې کتابتون، د کنفرانسونو تالار، او اوسېدو خونې به هم ولري، جوړ شي.
د بلخ ولايت تخنيکي او سکتوري رييس ذبيح الله اختري د لړم په٤ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې خانقا د جوړېدو لپاره لومړی د خانقا د چارچاپير اوسېدونکو کورنيو ته، د ښارګوټي د جوړېدو چارې تېره ورځ پيل شوې.
نوموړي زياته کړه، چې د خانقا په ۳۱ جريبه ځمکه کې ۹ جريبه د حج او اوقاف رياست پورې اړوند او پاتې ۲۹ جريبه د سيمې د اوسېدونکو ملکيت و، چې کورونه يې په کې اباد دي.
د هغه په وينا، د همدې کورنيو لپاره، چې شمېر يې ۲۸ ته رسېږي، له خانقا څخه په ۵۰۰ متري کې د نوي ښارګوټي د جوړېدو چارې پيل شوې.
اختري وويل، چې هرې کورنۍ ته به هومره ځمکه ورکول کېږي، چې څومره چې يې د خانقا په چاپيريال کې لرله.
نوموړي زياته کړه: ((که چېرې يوې کورنۍ د خانقا په څنګ کې درې خونو کور درلود؛ نو هلته به هم ورته د درې خونو لرونکی کور جوړېږي خو ښه والی يې دا دی، چې کور به ورته پوخ جوړ کړای شي. د چا چې څومره کور وي هومره کور به ورته جوړېږي. د چا چې څومره ځمکه وي هومره ځمکه به ورته ورکول کېږي.))
د هغه په وينا د دوی د اټکل له مخې د خانقا او د ياد ښارګوټي په جوړېدو ۸ ميليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا ده؛ خو د ترکيې هېواد ورته د ۱۰ ميليونه امريکايي ډالرو د ورکړې ژمنه کړې ده.
د سيمې اوسېدونکي محمد طارق پژواک ته وويل، دوی خوښ دی، چې د مولانا جلال الدين محمد بلخي خانقا بېرته جوړېږي.
نوموړي زياته کړه، چې کور يې د خانقا د نوي جوړېدو په نقشه کې راغلی؛ خو د خانقا په ۵۰۰ مترۍ کې په نوي جوړېدونکي ښارګوټي کې ورته د نوي کور د جوړېدو ژمنه ورسره شوې ده.
د هغه په وينا، که چېرې د دی د کورنۍ برخليک بې سرپنا توب سره مخ نه شي نو له دغې چارې څخه خوښ دی.
د بلخ والي عطامحمد نور د ياد ښارګوټي د چارو د پرانيستې پر مهال وويل، چې د مولانا جلال الدين محمد بلخي خانقا د ټول افغانستان فرهنګي ميراث دی.
login or register a new account.