Language

شمال کې د حيواناتو د ژغورنې په موخه د بروسلوز واکسين پيل شو

مزارشريف ( پژواک، ٤ لړم ٩٤ ) : د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې له خوا په شمال او شمال ختيځ زون کې د حيواناتو د ژغورنې په موخه د بروسلوز واکسين پيل شو.

دغه واکسين نن د لړم په ۴مه، د بلخ ولايت له دهدادي ولسوالۍ څخه په درمليزو چارو سره پيل شو.

د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې مسوول فهيم اجباري پژواک خبري اژانس ته وويل،چې د شمال او شمال ختيځ زون  په ټولو ولايتونو کې به ۷۰۰زره څاروي واکسين کړای شي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه واکسين د ۲ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پلی کېږي، چې په په شمال او شمال ختيځ زون  کې به د بروسلوز ناروغۍ مخنيوی کوي.

د هغه په وينا، واکسين به په عامه توګه تر سره کېږي، چې په ترڅ کې به يې هڅه وشي، چې هېڅ څاروی له واکسين څخه پاتې نه شي.

د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس د بروسلوز واکسين پيل کېدل نه يواځې د څارويو بلکې د انسانانو د ساتنې لپاره هم اړينه چاره وګڼله.

نوموړي زياته کړه، چې د څارويو بروسلوز ناروغي خورا خطرناکه نه ده، بلکې د څارويو د شيدو له لارې انسانانو ته لار پيدا کوي، چې همدا يې له ټولو ستر ګواښ کېدای شي.

د هغه په وينا، د يادې ناروغۍ له امله څاروی نه مري، بلکې د څاروي په خېټه کې د بل څاروي د زيان کېدو شونتيا په کې ډېره ده.

د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې مسوول فهيم وويل، چې د ياد واکسين تر څنګ په بلخ ولايت کې د څارويو ۲۰۰ فارمونه به هم   په پوره توګه د يادې پروژې تر پوښښ لاندې راشي.

نوموړي زياته کړه، چې دغو فارمونو ته به  د څښاک او د وښو اسانتياوې هم برابرې شي.

 

login or register a new account.

Related Topics