پل علم (پژواک، ٤ لړم ٩٤): وسله وال طالبان د لوګر د خروار ولسوالۍ د نيولو ادعا کوي، خو امنيتي چارواکي يې نه مني.
وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې طالبانو د لوګر ولايت د خروار ولسوالۍ په بشپړه توګه نيولې ده.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، څو ورځې وړاندې امنيتي ځواکونو په دې ولسوالۍ عمليات پيل کړل، خو د طالبانو له لوري له ماتې سره مخ شول.
هغه زياتوي، د يادو عملياتو پر مهال د ٤٠ په شاوخوا کې امنيتي سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د ده په وينا، په دې جګړه کې د حکومت ٩ ټانکونه، ٧ رينجر موټر او ٢ جنګي الوتکې هم له منځه تللې دي.
مجاهد وايي، په دې جګړه کې لس طالبان وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي، خو د امنيتي ځواکونو په ډزو کې يو شمېر ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد، پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د خروار ولسوالۍ نه ده نيولې.
ده زياته کړه، امنيتي ځواکونو څو ورځې په خروار ولسوالۍ کې عمليات وکړل او د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې يې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړې.
هغه وايي: ((بيا موږ ټولو په ګډه پرېکړه وکړه، چې د ولسوالۍ مقام له پخواني سيمې څخه چې طالبانو جوړ کړى و، د خواجه انګور سيمې ته انتقال کړو.))
نوموړي د ولسوالۍ د ودانۍ د انتقال په اړه وويل: ((هلته مامورينو او نورو خلکو ته تګ راتګ سخت و؛ ځکه هغه يوه لرې سيمه وه او اوس مو خلکو ته نږدې کړه.))
عابد په خراور ولسوالۍ کې د طالبانو، امنيتي ځواکونو او ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه هېڅ هم ونه ويل.
خروار د لوګر ولايت له ناامنو او لرو پرتو ولسواليو څخه ده او په دې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې هم کار نه کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP