Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دشت ارچي امنيه قومانداني بېرته دولتي ځواکونو نيولې

کندوز (پژواک، ٥ لړم ٩٤): د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ امنيه قومانداني له طالبانو بېرته نيول شوې او د نښتې په ترڅ کې د طالبانو د مرستيال ولسوال په ګډون ١٥ وسله وال وژل شوي دي.

طالبانو دشت ارچي ولسوالۍ درې مياشتې وړاندې نيولې وه.

په کندوز کې د ملي اردو د دويمې پلې لوا وياند جګړن غلام حضرت کريمي وايي چې د (توپان ١٠) په نوم ګډ چاڼيز عمليات له تېرې شپې راهيسې د ارچي  ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه له څو خواوو پيل شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دشت ارچي ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ چې د ارچي د مرکز په دوه کيلومترۍ کې موقعيت لري، امنيتي ځواکونو نيولې او د ولسوالۍ د ودانۍ نيولو خوا ته پرمختګ کوي.

د کريمي په خبره، تر اوسه د طالبانو د مرستيال ولسوال ملا عبدالرحيم په ګډون ١٥ وسله وال مخالفين وژل شوي او درى نور ژوبل شوي دي.

د پوځ دغه چارواکي زياته کړه چې د ملي اردو د چورلکو په هوايي بريد کې د طالبانو درى رينجر موټر چې مخکې يې له امنيتي ځواکونو نيولي وو، ويجاړ شوي دي.

هغه وايي چې تر اوسه امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى او عمليات به د ولسوالۍ تر بشپړ چاڼ پورې دوام ولري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دشت ارچي اوسېدونکي له دغو عملياتو هرکلى کوي او د ولسوالۍ د بېرته نيولو غوښتونکي دي.

د عبدالشکور په نوم د دشت ارچي يوه اوسېدونکي وويل چې امنيتي ځواکونه له تېرې شپې راهيسې له طالبانو سره ښکېل دي.

هغه زياته کړه، هوا په سړېدو ده، ګډ امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې د خلکو له بې ځايه کېدو او مرګ ژوبلې مخنيوى وشي.

امنيتي چارواکي وايي، په دغو عملياتو کې هڅه کېږي چې ملکي خلکو ته زيان ونه رسېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.