غزني (پژواک، ۵ لړم ۹۴): د غزني ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د سيمه ييزو چارواکو له لوري په يو شمېر لارو کې سيمنټې دېوالونه اېښودل شوي چې خلکو ته يې تګ راتګ ستونزمن کړى دى.
د غزني ښار د بزازۍ سيمې هټۍ وال احمد خالد د لړم په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سيمنټې دېوالونو خلکو ته ډېرې ستونزې پيدا کړې او په کاروبار يې هم بد اغېز کړى دى.
هغه زياته کړه: ((زموږ د دوکانونو شاوخوا لارې يې تړلې دي، خلک نه راځي، هېڅ سمه سودا مو نه کېږي.))
د ده په وينا، په پاخو سړکونو کې يې هم سيمنټې دېوالونه درولي چې له امله يې ډېرى موټر چلوونکي له ترافيکي پېښو سره مخ کېږي.
د غزني چارواکو د مستوفيت، بزازۍ او سيند غاړې د سړکونو تر څنګ هغه سړک هم تړلى چې په اوږدو کې يې د پوهنې، ملي امنيت، اطلاعاتو او فرهنګ، څارنوالۍ او د افغانستان بانک ادارې شتون لري.
د غزني مېلمستون ته څېرمه يوه هټۍ وال سردارمحمد پژواک ته وويل: ((ولايتي چارواکو مېلمستون ته څېرمه لاره بنده کړې ده.))
د ده په اند، که حکومت غواړي چې خلک يې ملاتړ وکړي نو داسې کار بايد ونه کړي چې له امله يې خلکو ته ستونزې پيدا شي.
په غزني کې ليکوال محمدعارف نوري پژواک ته وويل چې د لارې په اوږدو کې د سيمنټې دېوالونو په اېښودو او يا ورته نورو کړنو سره د خلکو روحيه کمزورې کېږي او فکر کوي چې حکومت نه شي کولاى امنيت ټينګ کړي.
هغه زياته کړه: ((حکومت بايد بندې لارې خلاصې کړي او دلته حکومت د پياده روونو تر څنګ عمومي سړکونه هم بند کړي دي.))
د غزني د ملي امنيت مشر علي احمد مبارز هم وايي چې د حکومت له لوري د سړکونو له بندولو سره مخالف دى.
هغه وايي: ((په دې کار سره موږ نه شو کولاى امنيت ټينګ کړو او يا هم دښمن منع کړو دا يواځې خلکو ته ستونزې جوړول دي.))
ده وويل چې د تړلو شوو لارو د خلاصون په موخه يې له والي او نورو چارواکو سره خبرې روانې کړې دي.
login or register a new account.