کابل- ښرنه (پژواک، ٥ لړم ٩٤): پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې يې پر سرحدي ځواکونو وسله وال بريد شوى چې له امله يې اوه ملېشه سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتره (اى اېس پي ار) د لړم په ٥ مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن سهار د سوېلي وزيرستان د انګور اډې په سرحدي سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې په انګور اډه کې د دوى پر يوې سرحدي امنيتي پوستې وسله وال بريد شوى چې په پايله کې يې اوه ملېشه سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د دغه بريد په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو راپورونه وايي چې سرحدي ځواکونو تر بريد وروسته په ياده سيمه کې پر هر ډول تګ راتګ بنديز لګولى دى.
د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د برمل ولسوالۍ اړوند سرحدي سيمه کې د ډيورنډ پولې پورې غاړه رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې پر پاکستاني سرحدي سرتېرو دغه بريد پاکستاني طالبانو کړى، خو اوس پاکستاني ځواکونو پر افغان سرحدي ځواکونو بريدونه پيل کړي دي.
د نوموړي په وينا، د دغه ولايت د سرحدي پوليسو او ملي اردو مشران نن له والي سره په دې اړه خپلې اندېښنې او معلومات شريک کړل.
د يادونې ده، درى مياشتې مخکې هم په ياده سرحدي سيمه کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ نښته شوې وه.
تر دې نښتې وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړى و.
login or register a new account.