کندوز (پژواک،٦ لړم ٩٤): د افغانستان ملي پوځ وايي چې د کندوز دښت ارچي ولسوالي يې په بشپړه توګه نيولې او ٤٠ وسله والو مخالفينو ته يې مرګ ژوبله اړولې، خو طالبان بيا ادعا کوي چې دولتي ځواکونه يې شاتګ ته اړ کړي دي.
طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ درې مياشتې وړاندې نيولې وه.
په کندوز کې د ملي اردو د دويمې پلې لوا وياند جګړن غلام حضرت کريمي وايي چې د (توپان ١٠) په نوم ګډ چاڼيز عمليات له تېرې شپې راهيسې تر نن سهار پورې روان وو چې د ارچي مرکزي څلورلارې، د ولسوالۍ ودانۍ او د طالبانو د ټولېدو سيمې په کې نيول شوې دي.
کريمي زياته کړه: ((د طالبانو مهم مرکزونه چې د ځانمرګو بريدونو او ماين جوړولو روزنه په کې ورکول کېده، ويجاړ شوي، اوسمهال کور په کور تلاشي پيل شوې او امنيتي ځواکونه په زيانمنو سيمو کې د پوستو جوړولو په حال کې دي.))
د کندوز ولايت سرپرست حمدالله دانشي وويل چې په دغو عملياتو کې شاوخوا ٤٠ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او احتمال لري چې بهرني وګړي هم په کې وي.
هغه د مرګ ژوبلې کره شمېره په ډاګه نه کړه او ويې ويل چې يو شمېر پوځي وسايل لکه ټانک او رينجر چې طالبانو د کندوز ښار د نيولو پر مهال ترلاسه کړي او دشت ارچي ته راوړي وو، د ملي اردو په هوايي بريد کې له منځه تللي او ځيني نور ترلاسه شوي، خو امنيتي ځواکونو او خلکو ته زيان نه دى رسېدلى.
خو طالبان وايي چې د دشت ارچي په شيخ اباد سيمه کې يې د دولتي ځواکونو بريد پر شاتمبولى او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
د طالبانو په ويبپاڼه کې راغلي چې د نښتو په ترڅ کې ١٠ سرتېري وژل شوي او ١٦ نور ژوبل شوي دي، د دې تر څنګ دوه ټانکونه او دوه رينجر هم ويجاړ شوي دي.
د دوى په خبره، يواځې يو طالب وژل شوى او درى نور ټپيان دي.
د دشت ارچي بازار يوه هټۍ وال عتيق الله وويل چې خلک تېره شپه د جګړې په سبب وېرې اخيستي وو او خپله هم تر سهاره نه دى ويده شوى.
هغه زياته کړه چې د راکټ او هاوان په ګډون د بېلابېلو وسلو غږونه اورېدل کېدل، په ځينو سيمو مرمۍ لګېدلې، خو دا لا څرګنده نه ده چې په استوګنيزو که پوځي سيمو لګېدلې دي.
سرچينې زياته کړه، په تېرو دريو مياشتو کې چې طالبان پر دشت ارچي واکمن وو، په عجيبه څېرو کې يې تګ راتګ کاوو، که څه هم هټۍ پرانيستې وې، خو خلکو بيا هم وېره لرله چې هسې نه د دولت او طالبانو تر منځ جګړه وشي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP