کندوز (پژواک ٦ لړم ٩٤): د کندوز ښار په جګړه کې ١٦٦ ملکي وګړي وژل شوي، ١٣٠٠ ټپيان دي، ١٢ دولتي ادارې سوځېدلې او د ٦٣ نورو ادارو وسايل او تجهيزات چور شوي دي.
د کندوز ښار د تلې مياشتې په شپږمه طالبانو ونيو، خو امنيتي ځواکونو د دوو اونيو په ترڅ کې د طالبانو له شتون څخه پاک کړ.
په دغې جګړه کې طالبانو او دولتي ځواکونو ته له مرګ ژوبلې پرته، ډېرى ملکيانو ته هم له ځاني او مالي پلوه ډېره زيانونه اوښتي دي.
د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي وايي، د کندوز ښار په سقوط کې له ١٦٠ زيات ملکيان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، تر اوسه دغه لومړنۍ شمېرې دي او د دې احتمال شته چې په دغو شمېرو کې بدلون هم راشي.
د کندوز د عامې روغتيا رييس ډاکټر سعد مختار وويل، په ټوله کې د کندوز ښار د جګړې په ترڅ کې ١٥٢٠ ټپيان د دغه ولايت روغتيايي مرکزونو ته راوړل شوي، چې ١٣٠٠ کسان يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکيان او پاتې نور پوځيان دي.
د هغه په وينا، په دغې مرګ ژوبله کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون قربانيان هم شامل دي.
د بې پولې ډاکټرانو روغتون د تلې مياشتې په ١١ مه د امريکايي الوتکو له لوري بمبار شو، چې د ناروغانو او ډاکټرانو په ګډون په کې ٣٠ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
بلخوا د ولسمشرۍ له لوري په دنده ګومارل شوى کميسيون د زيانونو د تثبيت په موخه کندوز ته تللى او وايي، په لومړي ګام کې به دولتي ادارو ته اوښتي زيانونه معلوم کړي، څو ټولې ادارې يو ځل بيا د خپلو خدمتونو لړۍ د ياد ولايت اوسېدونکو پر مخ پرانېزي او خلک هم له همدې لارو له اړوندو ادارو سره خپلې ستونزې شريکې کړي.
د جمهوري رياست د داخلي تفتيش مشر او د استول شوي کمېسيون رييس عبدالحبيب جبارخېل پژواک ته وويل چې هغوى دولتي ادارو ته اوښتي ټول زيانونه څېړلي او وروستي معلومات ښيي چې ١٢ ادارې په بشپړه توګه سوځېدلي او له منځه تللې دي او د ٦٣ نورو دولتي ادارو وسايل او تجهيزات لوټ شوي دي.
هغه زياته کړه، لومړي ګام کې غواړي دا راپور جمهوري رياست ته وړاندي کړي او له هغه څخه وروسته د دولت پرېکړه ده، چې دې بنسټونو سره له کومې لارې مرستې وکړي.
جبارخېل وويل: "سره له دې چې د دې پېښو د مالي زيانونو د کچې په اړه وروستۍ څېړنې لا بشپړې شوي نه دي، خو په پام کې ده چې د دې ودانيو او تجهيزاتو مالي کچه معلومه کړي او وروسته بيا په دې اړه تصميم ونيول شي."
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP