مزارشريف (پژواک، ٦ لړم ٩٤): د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو د امنيتي پوستې جوړولو پر مهال د يوې کورنۍ درى کسان وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.
دغه پېښه وړمه ورځ (د لړم ۴مه) د چمتال ولسوالۍ په جوى شير سيمه کې رامنځ ته شوې وه.
د بلخ امنيتي مسوولين د دې پېښې د پخلي تر څنګ وايي چې د سيمې امنيتي مسوولينو ورته د پېښې په لومړۍ ورځ راپور ورکړی و چې د فريد په نوم د وسله والو طالبانو يو قوماندان يې وژلی دی.
خو د ولايتي شورا مسوولين وايي چې امنيتي مسوولين بايد د چمتال د پېښې ځواب ووايي، د طالب په نوم د عامو خلکو وژنې د زغم وړ نه بولي.
د جوی شير سيمې اوسېدونکي او په پېښه کې د وژل شوي کس تربور محمد دين پژواک خبري اژانس ته وويل چې ستونزه د جومات پر سر د سيمه ييزو پوليسو د پوستې د جوړېدو له امله رامنځ ته شوې وه.
نوموړي زياته کړه، په جوی شير سيمه کې سيمه ييزو پوليسو د جومات پر سر پوسته جوړه کړې وه چې د کلي خلکو يې د لرې کېدو کلکه غوښتنه کوله.
د هغه په وينا، له همدې امله وړمه ورځ سيمه ييز پوليس راغلل او د فريد په نوم د مدرسې طالب العلم چې د ده د تربور زوی کېږي؛ د کور مخې ته پر ډزو وواژه.
محمد دين وويل: ((پر فريد د ډزو پر مهال د هغه پلار انار راغی، پر هغه يې هم ډزې وکړې، ځای پر ځای يې وواژه، ورپسې د انار بل زوی بشير راغی؛ هغه هم د اربکيانو پر ډزو ووژل شو.))
نوموړي زياته کړه، سيمه ييزو پوليسو پر ټوله کورنۍ نر او ښځو ډزې وکړې چې ځيني ووژل شول او ځيني يې ټپيان شول.
د هغه په وينا، په پېښه کې د انار دوه لوڼې (۹ او ۱۱ کلنې) او دوه ورېرونه (۱۶کلن حميد الله او ۱۸ کلن جمعه خان) ټپيان شول.
محمد دين وويل چې ټپيان يې مزارشريف ښار ته يو شخصي روغتون ته وړي چې لا يې هم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خيراندېش پژواک ته د يادې پېښې پخلی وکړ او پر سختو ټکو کې يې وغندله.
login or register a new account.