تالقان (پژواک،٦ لړم٩٤): د تخار ولايت چارواکي وايي چې د درقد ولسوالۍ د سقوط په ترڅ کې څلور امنيتي سرتېري او يو شمېر طالبان وژل شوي دي.
د تخار امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن سهار د دغه ولايت درقد ولسوالۍ نيولې ده.
د ياد ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال امر عتيق حيدري د لړم په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يوه بجه وسله والو طالبانو پر دې ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ او د سهار په څلورو بجو يې دغه ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوسته.
خو هغه زياته کړه: ((موږ تکتيکي شاتګ کړى هر وخت چې وغواړو دغه ولسوالۍ بېرته نيولى شو.))
ده وويل چې ملي او سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي ټول له دې ولسوالۍ څخه وتلي دي.
حيدرې د ولسوالۍ د پرېښودو پر مهال د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
خو د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ د سقوط پر مهال څلور امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
هغه وايي چې په دې نښته کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو ګڼ شمېر طالبان وژل شوي او ټپيان دي.
د تيمور په وينا، اوس هم په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده.
د درقدر ولسوالۍ د بازار يوه اوسېدونکي طاهر خان پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو له څو لورو پر دې ولسوالۍ بريدونه پيل کړل.
هغه زياته کړه: ((مخکې هم د يادې ولسوالۍ ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې وې.))
د ده په وينا، امنيتي ځواکونو له مقاومت پرته دغه ولسوالۍ طالبانو ته پرېښوده او اوس ټوله ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده.
login or register a new account.