Language

چارواکي : د پکتيکا پر دوو ولسواليو د طالبانو ډله ييز بريدونه په شاتمبول شوي

ښرنه ( پژواک، ٧ لړم ٩٤ ) : چارواکي وايي چې د پکتيکا ولايت پر دوو ولسوالو د سلګونو وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه يې په شاتمبولي دي.

دغه بريدونه تېره شپه  شاوخوا اووه بجې د پکتيکا ولايت پر اومنه او وازېخوا ولسواليو شوي دي.

د اومنې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي نورالرحمن د لړم په ٧ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يوه بجه ددې ولسوالۍ په مقام او پوستو وسله والو طالبانو په ډله ييزه توګه بريدونه وکړل، چې له امله يې د سيمې خلکو نا کراره شپه سبا کړه.

هغه وايې، چې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه نور معلومات نه لري، خو د درېيو سيمه ييزو پوليسو او څلورو وسله والو طالبانو جسدونه دوی ليدلي دي.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل پژواک اژانس ته  وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د وازېخوا پر ولسوالۍ له څلورو لورو حمله وکړه، چې د سرحدي پوليسو په ور رسېدو وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي، په دې نښته کې ۱۵ وسله وال طالبان  وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

پيرخېل وايي، وسله والو همهاله په اومنه ولسوالۍ هم بريد کړی، چې سيمې ته مرستندويه ځواکونه رسېدلي  او د وسله والو طالبانو بريدونه يې په شاه تمبولي دي.

سرچينه وايي په دې بريدونو کې دوه سيمه ييز پوليس برسيرن  ټپيان شوي او نور چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو بيا ددې بريد مسووليت منلی.

ددې ډلی وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه يې پر  اومنې ولسوالۍ بريد کړی، درې پوستې يې نيولي او ګڼ شمېر پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو دولتي چارواکي بيا دا خبره نه مني او وايي چې يواځې دوه پوليس ټپيان شوي  او نور چاته په کې زيان نه دی اوښتی.

login or register a new account.

Related Topics