Language

حکومت د کانکور پروسې په سمون کې په نه پاملرنه تورن شو

مزارشريف (پژواک، ٩ لړم ٩٤): د  بلخ د ولايتي شورا رييس وايي، که چېرې حکومت په خپله په چارو کې د روڼتيا پر لور رښتينې هڅې وکړي، نو د فساد مخنيوی به اسانه وشي.

د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس محمدابراهيم خيراندېش دغه څرګندونې د تلې په ۹مه له حکومت څخه د راتلونکي کال د کانکور ازموينې د روڼتيا غوښتنې په اړه د جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د ولايتي شورا په انګړ کې د بلخ ولايت د محصلينو د همغږۍ د مرکز له خوا د لسګونو ځوانانو په ګډون د يوې غونډې په ترسره کولو د راتلونکي کال د کانکور ازموينې د روڼتيا غوښتنه وشوه.

د ياد مرکز غړي سيدمحمد يزدان پرست پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لړم په لومړۍ نېټه ولسمشر غني د راتلونکي کال د کانکور ازموينې د روڼتيا په اړه ډاډ ورکړ.

خو نوموړي زياته کړه چې په تېرو کلونو کې هم د هر کانکور د ازموينې له پيله وړاندې حکومتي چارواکو دغه ډول ډاډمنې څرګندونې کړې؛ خو بيا هم په ازموينه کې درغلۍ شوې دي.

د هغه په وينا، که چېرې حکومت د راتلونکي کال د کانکور ازموينه رښتيا هم په پورته رښتينولي سره ترسره کول غواړي نو د تېر کال د ازموينې درغلي کوونکي دې ونيسي او قانون ته دې وسپاري.

د پوهنتون د شرعياتو پوهنځي محصل احمد جاوېد پژواک ته وويل چې کانکور ازموينه ملي پروسه ده، بايد چې حکومت يې پر وړاندې جدي و اوسي.

نوموړي زياته کړه چې د يادې ازموينې له لارې هر کال د ډېرو  داسې ځوانانو حق له منځه ځي چې ښه وړتيا لري.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خيراندېش چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل چې حکومت يواځې د کانکور ازموينې په چارو کې نه، بلکې په ډېرو چارو کې سستي کوي.

نوموړي زياته کړه: ((د کانکور له لارې ډېر داسې کسان پوهنتونو ته کامياب شوي چې خپل نوم هم نه شي ليکلی.)) You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.