Language

د بلخ صنعت کاران : حکومت او خلک دې له کورنيو توليداتو ګټه واخلي

مزارشريف ( پژواک، ٩ لړم ٩٤ )  : د بلخ ولايت صنعت کاران وايي، چې حکومت او خلک بايد د کورنيو توليداتو د ودې په موخه د دوی ملاتړ وکړي.

د بلخ ولايت د صنعت کارانو ټولنې د لړم په ۹مه، په مزارشريف ښار کې کورنيو توليداتو ته د حکومت او د خلکو د پام د راړونې په موخه د جوړې  شوې غونډې په ترڅ کې بېلا بېلو صنعت کارانو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې خلک او حکومت دواړه بايد کورنيو توليداتو ته لومړيتوب ورکړي.

د صنعت کارانو په ټولنه کې د کوچنيو صنايعو د برخې مسوول يعقوب علي محبي پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې چې د جنګ لمن د هېواد شمال ته غځېدلې، د بلخ په صنعتي چارو يې خورا منفي اغېز کړی دی.

نوموړي زياته کړه، چې د ناامنۍ او ځينو نورو لاملونو له امله د بلخ صنعت د سقوط په حال کې دی.

د هغه په وينا، د دوی په صنعتي شرکت کې چې دوه کاله وړاندې په کې دوه سوه کسانو کار کاوه، له تېرو دوو کلونو راهيسې يې د کارکوونکو شمېر شپږ کسانو ته راټيټ شوی دی.

محبي وويل، چې د دغه حالت له ټولو ستر لامل ناامني او تر څنګ يې د کورنيو توليداتو په برخه کې د دولت نه پانګونه ده.

د پاکيزه لبنياتو د شرکت مسوول انجنير عبدالمتين پژواک ته وويل، چې په مزارشريف ښار کې د توليدي فابريکې له اړتيا وړ دولتي اسانتياوو څخه برخمنې نه دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ځای نشتوالی، د برېښنا کمښت او د برېښنا او ماليو د تعرفو لوړوالی د دې لامل دی  چې په بلخ ولايت کې صنعت ښه وده ونه شي کړای.

د هغه په وينا، له تېرو دوو کلونو راهيسې له شته ستونزو سربېره ناامني له ټولو ستر ګواښ دی، چې صنعتي چارې ورسره مخ دي.

د بلخ د صنعت کارانو د ټولنې مشر سيدطاهر روشن زاده پژواک ته وويل، چې د روانو صنعتي چارو کورني توليدات له بهرنيو توليداتو څخه ښه کيفيت لري خو بيا هم ورته خلک پام نه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((د خلکو په ذهن کې د بهرنيو توليداتو مهر لګېدلی، چې بايد ښه به وي، چې په ډېرو برخو کې يې د کورنيو توليداتو پر وړاندې کيفيت د پرتلې وړ نه دی.))

د هغه په وينا، په هېواد کې د روانو کورنيو صنعتي چارو له مخې ۶۰ سلنه توليدات کېږي  چې يواځې ۲۵سلنه يې کارول کېږي.

login or register a new account.

Related Topics