Language

د پکتيکا ديني علماوو په هېواد کې روانه جګړه ناروا وبلله

ښرنه ( پژواک، ٩ لړم ٩٤ ) : په پکتيکا ولايت کې ديني عالمانو ديوې غونډي په ترڅ کې ټول افغانان ملي يوالي ته را وبلل او په روانو شرايطو کې يې د وسله والو مخالفينو د کړنو په وړاندې د غبرګون غوښتنه   وکړه.

دغه غونډه چې د لړم په ٩مه، دپکتيکا ولايت مرکز  ښرنې ښار د غونډو په تا لار کې را بلل شوې وه، موخه يې په سيمه ييزه کچه روانو ناخوالو ته دحل لار موندل، ملي يوالي ته خلک را بلل، د ظلم او ستم پر وړاندې روښانه دريځ ښودل وو.

د پکتيکا د حج او اوقافو رييس مولوي ضبط الله له علماوو وغوښتل چې نور د باطل پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او خپل غږ د ممبر له لارې اوچت کړي.

د مټاخان د ولسوالۍ د جامع جومات خطيب او نورو ګڼو علماوو په هېواد کې روانه جګړه ناروا وبلله او زياته يې کړه چې نور دې په جنګ کې ښکېلې خواوې په يوه خوله د خپلې خاورې او ولس ساتنه وکړي.

د کټواز سيمې يوه تن ديني عالم مولوي ګل داد وويل چې د سړکونو، پلونو، مکتبونو او کلينيکونو ورانول ، د هېواد د مسلکي کدرونو ترور او د دوی د خدمت مخه ډب کول د اسلام د اصولو خلاف عمل دی .

هغه د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې له داسې اعمالو لاس واخلي چې ملت يې زيانمنوي او ژمنه يې وکړه چې د روانو نا خوالو د له منځه وړلو په برخه کې به خپل عالمانه مسووليت ادا کړي.

د پکتيکا والي امين الله شارق پر علماوو غږ وکړ چې د ولايت او ممبر ترمنځ به شته فاصلې ژر له منځه وړي او له دوی يې وغوښتل چې د روانې  جګړې پر وړاندې د ې خپل دريځ روښانه کړي.

هغه پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د پرديو له لوري په پلان شوې جګړه د دين په نوم ځان  قربان  نه کړي او د دنيا او اخرت له  دغه لوی عذاب نه دې ځانونه وژغوري.

 د پکتيکا والي د دښمن له لوري پلان شوې روانې جګړې ته په اشارې سره له علماوو وغوښتل چې له دولت سره همکاري ډېره کړي او ډاډ يې ورکړ چې د سر په بيه به د دښمن پر وړاندې جنګېږي او هېچاته به اجازه ورنه کړي چې د سيمې امنيت زيانمن کړي.

د ولايتي شورا غړي  مبين فقيرزاده  او نورو ويناوالو روانه جګړه د ګاونډي هېواد پاکستان غير اسلامي او انساني لاسوهنه وبلله او ګوت څنډنه يې وکړه، تر هغو چې په دې وطن کې يو افغان ژوندی وي، ګاونډيان به په خپل شوم هدف کې بريالي نه شي.

د يادونې ده چې پاکستان تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

 

login or register a new account.

Related Topics