غزني- ګردېز (پژواک، ٩ لړم ٩٤): امنيتي چارواکي وايي چې په غزني او پکتيا ولايتونو کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د لړم٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو په تېرو دوو ورځو کې په ګيرو ولسوالۍ ډله ييز بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د يادو بريدونو له امله د يو شمېر پاکستاني طالبانو په ګډون ١٤طالبان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه: ((طالبانو غوښتل چې د ګيرو ولسوالۍ مرکز ونيسي خو خپل دغه ارمان يې ګور ته يو وړ.))
امرخېل وايي چې په دغو بريدونو کې يواځې يو امنيتي سرتېرى ټپي شوى او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دى وايي چې طالبآنو په ګيرو ولسوالۍ کې د خلکو له کورونو مورچلې جوړې کړې او له هغه ځايه يې پر امنيتي ځواکونو ډزې کولې.
د ګیرو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ګل احمد پژواک ته وويل چې له تېرې پنجشنبې ورځې راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده .
هغه وويل: ((بېخي زیات شمیر طالبان وو ما پر خپلو سترګو ولیدل خلکو ته يې ویل له کورونو مه وځئ چې موږ جګړه کوو.))
هغه وايي چې د دريو وژل شوو طالبانو جسدونه يې ليدلي دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په غزنې کې د طالبانو وژل په کلکه رد کړل.
هغه پژواک ته وويل چې په ګيرو کې طالبانو پر ولسوالۍ نه، بلکې د امنيتي ځواکونو پر کتار بريد کړى دى.
login or register a new account.