Language

بې پيلوټه الوتکې دوه پاکستاني وسله وال وژلي

اسعداباد (پژواک، ١٠ لړم ٩٤): د کونړ امنيه قوماندان وايي چې د بهرنيو ځواکونو د يوې بې پيلوټه الوتکې په بريد کې دوه پاکستاني وسله وال وژل شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د لړم په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه د شيګل ولسوالۍ د شلطن په دره کې شوى و.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې دوه پاکستاني وسله وال وژل شوي او بل چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، دوه ورځې مخکې هم په دغه ولايت کې د بې پيلو‌ټه په يوه بريد کې درې وسله وال وژل شوي وو.

login or register a new account.