ښرنه (پژواک، ١٠ لړم ٩٤): د پکتيکا د زرغون ښار ولسوالۍ پنځوس بستريز روغتون تر جوړېدو وروسته د څلورو کلونو په موده کې ګټې اخيستنې ته نه دى سپارل شوى.
دغه روغتون څلور کاله وړاندې د امريکا د متحده ايالتونو د پرمختيايي ادارې په مالي مرسته د شپږ ميليونه ډالرو په لګښت ورغول شو.
د پکتيکا روغتيايي چارواکي او د زرغون ښار اوسېدونکي وايي چې د نامعلوم دليل له مخې تر اوسه دغه روغتون ګټې اخيستنې ته نه دى سپارل شوى.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي جليل احمد پژواک ته وويل چې د څو کلونو په تېرېدو دغه مجهز او په معيارونو برابر روغتون ګټې اخيستنې ته نه دى سپارل شوى.
هغه زياته کړه: ((دلته داسې بل ښه روغتون نه شته، موږ خپل مريضان په هوټلونو کې بستروو.))
د زرغون ښار ولسوالۍ بل اوسېدونکي عارف الله هم وايي چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د پرمختللي روغتون د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي.
يادو دواړو کسانو له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د خلکو د ستونزې د هواري په موخه دې دغه روغتون هر څه ژر ګټې اخيستنې ته وسپاري.
دغه راز د زرغون ښار روغتون امر ډاکترغلام نبي شهاب هم ټينګار وکړ چې هر څه ژر بايد دغه روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه زياته کړه: ((موږ په شپږو خونو کې د شل بستريز روغتون ټول خدمات وړاندې کوو، هم موږ او هم ناروغان له ستونزو سره مخ دي خو دغه لوى روغتون ګټې اخيستنې ته نه سپارل کېږي.))
شهاب وويل چې په دې اړه يې څو ځلې له سيمه ييزو چارواکو سره اړيکې نيولې خو کومه مثبته پايله يې نه لرله.
دغه راز د پکتيکا د عامې روغتيا مشر ډاکتر ولي ګل بيا پژواک ته وويل چې په دې اړه يې تر اوسه څو ځلې له وزارت سره خبرې کړې خو په دې برخه کې اقدام نه دى کړى.
هغه زياته کړه: ((دغه روغتون د امريکا د پرمختيايي ادارې له خوا جوړ شوى، موږ پوهېږو چې ټول صلاحيت د هغوى په لاس کې دى خو وزارت بايد پرې فشار راوړي تر څو دغه روغتون ګټې اخيستنې ته وسپاري.))
خو د عامې روغتيا وزارت مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل چې په دې اړه به وروسته معلومات ورکړي.
login or register a new account.