Language

سليمان خېل : طالبانو وازه خوا کې د دولتي کسانو د کورونو په سوځولو پيل کړى

ښرنه (پژواک ١٠ لړم ٩٤): د پکتيکا د ولايتي شورا مشر وايي، وسله والو طالبانو د دې ولايت په وازې خوا ولسوالۍ کې د دولتي کسانو اړوند د کورونو په سوځولو او قومي مشرانو په وژلو پيل کړى دى.

د پکتيکا د ولايتي شورا مشر افسر خان سليمان خېل، د دې مطلب د څرګندولو ترڅنګ، پژواک خبري اژانس ته وويل، خلکو هم د وسله طالبانو پر ضد جګړه پيل کړې، خو افغان دولت دې د وسلو او مهماتو مرسته ورسره وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ياده شوې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه څلورمې ورځې ته غځېدلې ده.

د پکتيکا د ولايتي شورا رييس  وايي، چې طالبانو د دولتي کارکوونکو او عسکرو کورنيو ته اخطارونه ورکړي، چې خپل کورونه پرېږدي.

د هغه په وينا، طالبانو د څو عسکرو او دولتي مامورينو کورونه سوځولي او د دوو عسکرو سپين ږيري پلرونه يې هم د خلکو په مخ کې په بې رحمانه ډول وژلي دي.

د ولايتي شورا رييس وويل، اوسمهال د پکتيکا دوازې خوا، تروې، وړممۍ، زيړوک، ګيان، نکه او ګومل ولسوالي ټولې لارې د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوې دي.

دى زياتوي، د پکتيکا وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دى او که دولت ورته پاملرنه زياته نه کړي، انساني ناورين به رامنځ ته شي.

د پکتيکا امنيه قوماندان  پاسوال زړه ور زاهد مني، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د دې ولايت په وازې خوا ولسوالۍ کې جګړه روانه ده، خو وايي، هلته يې تازه دمي سرتېري او مهمات لېږلي او وسله والو طالبانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړى د اووه  ولسواليو د لارو د بندېدو خبره ردوي.

د وازې خوا اوسېدونکي عبدالغني پکتين، پژواک ته وويل چې په دې جګړې کې د نږدې څلورو ولايتونو طالبانو برخه اخيستې ده.

وسله وال طالبان بيا وايي، د وازې خوا ولسوالۍ په کلابندۍ کې يې پرمختګ کړى، امنيتي ځواکونو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې او نږدې لس کلي يې نيولي دي.

خو دې ډلې بيا د دوى له خوا د کورونو د سوځېدو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics