Language

په غزني کې د ملي اردو سرتېرو يو عام کس وژلى

غزني ښار (پژواک،۱۰ لړم ۹۴): د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ملي اردو سرتېرو په ناني سيمه کې يو عام کس پر ډزو وژلى دى.

د غزني په ملکي روغتون کې د ناني سيمې قومي مشر محمدامان پژواک ته وويل چې وژل شوى کس روح الله نومېږي او د کابل- کندهار لارې ته څېرمه يې د انګورو باغ درلود.

ده زياته کړه: ((کله چې روح الله له خپل باغ څخه لښتې پرې کولې، د ملي اردو د سرتېرو له لوري پرې ډزې شوې او وژل شوى دى.))

د ناني سيمې بل اوسيدونکي جان محمد هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې سيمه کې د ملي اردو سرتېري له خلکو سره زور زياتى کوي.

هغه زياته کړه: ((په دې سيمه کې د ملي اردو قوماندان صبغت نومېږي خو پر ځان باندې يې فرعون نوم اېښى دى او خلک ډېر ځوروي.))

د ناني سيمې اوسېدونکو ويل که د ملي اردو يادو سرتېرو ته سزا ورنه کړل شي د کابل- کندهار لويه لار به د ترافيکو پر مخ وتړي.

د اړوندې موضوع په اړه په غزني کې د ملي اردو مسوولينو څه ونه ويل.

خو د غزني والي محمدامان هميم د عام کس پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د يادې پېښې د څېړنې په موخه يې پلاوى ټاکلى دى.

هغه وويل چې د دې پېښې عاملينو ته به له قانون سره سم سزا ورکړي.

ناني د اندړو ولسوالۍ اړوند  د غزني ښار په ١٥کيلومترۍ کې پرته سيمه ده.

login or register a new account.