کلات (پژواک، ١١ لړم ٩٤): د کابل- کندهار پر لويه لاره د زابل ولايت په مربوطاتو کې د ترافيکي پېښو له امله ١٣ کسان ټپيان شوي دي.
ددې ولايت د شهر صفا امنيه قوماندان ګل محمد د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړۍ پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د دې ولسوالۍ د خواجه بابا په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، په ياده سيمه کې مازدا او سراچه موټرو ټکر کړى چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان ټپيان شوي دي.
امنيه قوماندان وويل چې ټپيان د پوليسو له خوا نږدې روغتون ته وړل شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
بلخوا د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي پژواک ته وويل چې نن له غرمې مخکې يوولس نيمې بجې د کابل – کندهار پر لويه لاره ترافيکي پېښې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې دا ترافيکي پېښه د شهرصفا ولسوالۍ د جلدک په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې يوه کرولا موټر له ٣٠٣ سره ټکر شو.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې څلور تنه ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP