غزنى ښار (پژواک، ١١ لړم ٩٤): په غزني ښار کې د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته کې يو مشهور طالب قوماندان وژل شوى او يو بل طالب ټپى دى.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته طالبانو د کلا قاضي سيمې پر پوستې بريد وکړ.
د امرخېل په وينا چې پوليسو هم پر طالبانو ځوابي ډزې وکړې چې له امله يې د طالبانو مشهور قوماندان قاري احمدالله مشهور په بلال ووژل شو او يو بل طالب ټپي دى.
هغه وويل چې په دې نښته کې پوليسو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د وژل شوي طالب قوماندان جسد په سيمه کې پروت دى.
د غزني د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکټر نورالله پژواک ته وويل چې له يادې نښتې دوى ته يواځې د وژل شوي طالب جسد ور وړل شوى دى.
طالبانو تر اوسه د يادې نښتې په اړه څه نه دي ويلي خو زياته کړې يې ده چې طالبانو د قره باغ ولسوالۍ په بلوچ خېلو سيمو کې د خالقداد په نوم د ملي اردو يو سرتېرى وژلى دى.
غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې اوسېدونکي يې تل له نا امنيو سر ټکوي.
login or register a new account.