مزارشريف (پژواک، ١١ لړم ٩٤): د بلخ په مرکز مزارشريف کې د کاناليزاسيون نشتوالي د دغه ښار اسېدونکي په باراني موسمونو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.
په همدې شپو ورځو کې د کېدونکو بارانونو اوبه، د ښار مرکزي سيمو کې سړکونو ته راوځي چې د سيندونو او ويالو په څېر په کې بهيږي.
د ښار د اوبو مخه له سوېل څخه شمال لوري ته ده چې له همدې امله په دشت شور، بخدي کارته، نور خدا کارته، سجاديه ښارګوټي، سياګرد، سيداباد او خواجه ايشان سيمو کې د عامو خلکو ورځنی ژوند له ستونزو او کړاوونو سره مخ کوي.
د دشت شور سيمې قومي مشر خدايبردي د لړم په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېرې ورځې د شوو بارانونو له امله له دې سيمې تېره شوې د مزارشريف ښار شمال لور ته عمومي لويه لاره اوبو لاندې کړې ده.
ده زياته کړه، د همدې لارې په اوږدو کې په اتو فرعي کوڅو کې اوبه ډنډې شوې چې له امله يې نږدې ۳۰ کورونو ته زيان رسېدلی دی.
د هغه په وينا، هر کال په باراني موسمونو کې د نږدې ښار د ټولو برخو اوبو د دوى پر سيمې ور سپرې وي چې له امله يې د مني او ژمي موسمونو کې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي.
خدايبردي وويل، حکومت له تېرو پنځو کلونو راهيسې د مزارشريف ښار د شمال لور د عمومي لويې لارې د جوړېدو ژمنې کوي؛ خو لا يې عملي چارې نه دې پيل کړې.
نوموړي زياتوي، که چېرې لويه لاره او په اوږدو کې يې د اوبو سترې ويالې ورغول شي، نو د باراني اوبو زيان به تر دې کچې نه وي.
د بخدي کارتې اوسېدونکي محمد سليم پژواک ته وويل، دغه کارته د ښار په مرکزي برخې پورې تړاو لري؛ خو بيا هم هر کال د باراني اوبو له امله په کې ژوند ستونزمن وي.
نوموړي زياته کړه، تېره ورځ د شوي باران له امله راوتو اوبو د بخدي کارتې عمومي سړک لاندې کړی و چې تګ راتګ پرې امکان نه درلود.
د ده په خبره، تر ټولو جدي ستونزه په ښار کې د کاناليزاسيون نشتوالی دی چې اوبه په سمه توګه د ښار له واټونو نه شي لرې کېدای.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي غلام علي پژواک ته وويل، يواځې د ښار شاوخوا نه، بلکې د ښار مرکزي لويې لارې هم په باراني موسم کې د ګرځېدو وړ نه وي.
login or register a new account.