غزني ښار (پژواک، ١٢ لړم ۹۴): د غزني ولايت د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي وايي چې د ناامنيو له وېرې نه شي کولاى په ډاډه زړه د غزني ښار ته د اړتياوو پوره کولو په موخه ولاړ شي.
د غزني يو شمېر اوسېدونکي وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې تېره مياشت وسله والو طالبانو د غزني په مربوطاتو کې د کابل- کندهار لويه لار د دريو ورځو لپاره د ترافيکو پر مخ وتړله.
د غزني د ګيرو ولسوالۍ د مزار سيمې اوسېدونکي محمداکرم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نا امنۍ له وېرې د دې ولسوالى ډېرې اوسېدونکي غزني ښار ته نه ځي.
هغه زياته کړه: ((طالبانو په سيمه کې داسې اوازې خپرې کړې چې ګواکې پر غزني ښار باندې اوس هم د دوى بريدونه روان دي او ډېر ژر به دغه ښار ونيسي.))
د هغه په وينا، د سيمې اوسېدونکي د خوراکي او نورو توکو له کمښت سره مخ دي خو موټر چلوونکي هم د نا امنۍ له وېرې خلک د غزني ښار ته نه بيايي.
د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل: ((موږ له دې وېرې ښار ته نه ځو چې په ځينو سيمو کې طالبانو ماينونه خښ کړي او په ځينو نورو سيمو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړې روانې دي.))
ده زياته کړه: ((په ښار کې زموږ ځيني دوستان وو چې کله کلي ته راغلل نو ټولو ته يې وويل چې په ښار کې ډېر وضعيت خراب دى.))
په غزني ښار کې يوه هټۍ وال ميرزاخان پژواک ته وويل: (( کله چې دلته بريدونه وشول نو د ولسواليو ډېر خلک اوس ښار ته نه راځي، زموږ د کاروبار هېڅ خونده نشته.))
ده له امنيتي چارواکو غوښته وکړه چې د ولسواليو اوسېدونکو ته د ښار د امنيت په اړه ډاډ ورکړي تر څو د پخوا په شان تګ راتګ بېرته پيل شي.
خو د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي پژواک ته وويل چې په غزني ښار کې امنيتي حالات د ډاډ وړ دي.
هغه وويل چې وسله والو طالبانو غوښتل په غزني ښار باندې بريدونه وکړي خو امنيتي ځواکونو يې پلانونه شنډ کړل.
احمدي زياته کړه: ((طالبان يواځې په دې کار سره غواړي د خلکو په زړونو کې وېره پيدا کړي کنه نور په لوړه کچه امنيتي ستونزې نشته.))
login or register a new account.