Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز ښاريان د ښار د غير پوځي کېدو غوښتونکي دي

کندوز (پژواک، ١٣ لړم ٩٤): د کندوز په کوڅو او بازار کې د خلکو د ګڼه ګوڼې نه شتون، سوځېدلې او پر ځمکه غورځېدلې ونې، ويجاړې شوې ودانۍ او کورونه او دغه راز د ښار په بېلابېلو برخو کې د پوځي مرکزونو موجوديت دا څرګندوي چې اوس هم امنيتي وضعيت عادي شوى نه دى.

د کندوز ښار اوسېدونکي وايي چې د وسله والو مخالفينو له لوري د لسګونه کورونو سوځول او د کورونو د توکو غلا کول او دغه راز د خلکو مرګ ژوبله او له ٢٠ زرو څخه د ډېرو کورنيو بېځايه کېدل دا څرګندوي چې دوى ډېر سختې ورځې تېرې کړې او اوس د دې وخت را رسېدلې چې ارام ژوند وکړي.

د کندوز ښار د تلې مياشتې په شپږمه د طالبانو لاس ته وغورځېد چې درې ورځې يې تر خپلې ولکې لاندې نيولى و، له هغه وروسته دغه ښار د امنيتي ځواکونو له عملياتو وروسته يو ځل بيا ونيول شو.

خو د ښار وضعيت تر اوسه پورې هم بله بڼه لري او خلک د پوځي مرکزونو په موجوديت کې دا ډول وضعيت ته په غير عادي سترګه ګوري.

دوى وايي چې پوځي مرکزونه بايد د ښار له داخل څخه و ايستل شي، څو خلک په ارامه توګه خپل ژوند وکړي.

د کندوز ښار يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښار په ډېرى څلورلارو کې د امنيتي ځواکونو ټانکونه ځاى پر ځاى شوي چې خلک يې په اړه اندېښمن دي.

هغه زياته کړه چې اوس هم ښار پوځي حالت لري او څومره چې تمه کېږي، هغومره خلک نه ترسترګو کېږي.

هغه له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې بايد ژر تر ژره پوځي ټانکونه له ښار وباسي او د ښار په شاوخوا کې ځواکونه ځاى پر ځاى کړي، څو ښار ځان ته عادي بڼه غوره کړي او خلک په ډاډه توګه تګ راتګ وکړي.

دغه راز د ياد ښار بل اوسېدونکي محمد عمر وويل چې خلکو د تېرې مياشتې په جګړه کې ډېر زيانونه او روحي فشار وليد، خو حکومت تر اوسه پورې د خلکو د روحيې د را ژوندۍ کولو لپاره هېڅ ونه کړل.

هغه زياته کړه چې له تخار ولايت څخه کندوز ته له بېرته راستنېدو يې دوه اوونۍ تېريږي خو په کور کې ارام خوب نه لري، چې له يوه لوري د طالبانو د احتمالي بريد اندېښنې او له بل لوري هم پاشلو ډزو، د خلکو له سترګو خوبونه وړي دي.

هغه چې د يوه دولتي بنسټ کارکوونکى دى، وايي: "د خداى لپاره دا څه حال دى، خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې بېرته خپلو کورونو ته راشئ، اوس راغلي يو، خو په خپلو کورونو کې ارام خوب نه لرو."

د کندوز جګړې، له شلو زرو زياتې کورنۍ هم نورو ولايتونو ته کډې کولو ته اړې ايستې چې تر اوسه پورې يې له دې ډلې يوازې پنځوس سلنه کورنۍ خپلو کورونو ته کډه شوې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.