Language

په ګردېز کې د خويندو همغږۍ په نوم مرکز جوړ شو

ګردېز (پژواک، ١٣ لړم ٩٤): د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د خويندو د همغږۍ په نوم مرکز جوړ شو چې د مسوولينو په وينا، د ښځو ستونزو ته به د حل لارې پيدا کوي.

د دغه مرکز د پرانيستې په مراسمو کې چې د لړم په ١٣مه په ګردېز ښار کې نيول شوي وو، د نجونو او نارينه و په ګډون په کې ٢٠٠ کسانو ګډون درلود.

دغه راز د پکتيا د علما وو شورا غړو، د ولايتي شورا وکيلانو او مدني فعالانو هم ګډون په کې کړى و.

د دغه مرکز مشرې مدينې سلطاني وويل چې له دې وروسته به په رسمي ډول خپلې چارې پر مخ بيايي او هڅه به کوي، دغه مرکز په واقعيت کې د دې سيمې د خويندو د همغږۍ پر مرکز واوړي.

هغې زياته کړه: ((د پکتيانۍ خويندو د همغږۍ دغه مرکز به په راتلونکي کې په منظم ډول د نجونو او ښځو د همغږۍ لپاره کار وکړي.))

د دغه ولايت د علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حق بيان له ياد مرکز څخه د خپلې بشپړې همکارۍ او ملاتړ اعلان وکړ او ويې ويل چې دوى به د اسلام په چوکاټ کې د هغو د هڅو ملاتړ وکړي.

دى وايي: ((موږ د اسلام په رڼا کې د ښځو له حقونو دفاع کوو او په کلکه يې ملاتړي يو او له تاسو هم هيله لرو چې په ټولنه کې د منفي دودونو او له اسلام سره په ټکر کې مسئلو په له منځه وړلو کې ښه رول ولوبوئ.))

حق بيان زياته کړه چې په دغه ولايت کې سيمه ييزې رسنۍ بايد د ناوړه دودونو او فحشاوو د مخنيوي لپاره جدي کار وکړي.

د غونډې يو بل ګډونوال او د ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري د دغه مرکز په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې پخوا د ښځو د حقونو په نامه يواځې پروژې اخيستل شوې دي او عملي کار نه دى شوى.

د ده په خبره چې مدني فعاليت يواځې پروژې ترلاسه کول نه، بلکې د سيمې خلکو ته خدمات وړاندې کول دي.

د پکتيا ولايتي شورا پخواني رييس او مدني فعال ښايسته جان احدي هم وويل چې پخوا د ښځو د حقونو په نامه سوداګري شوې ده.

هغه د نوي جوړ شوي مرکز له مسوولينو وغوښتل چې د ښځو له حقونو په واقعي ډول دفاع وکړي.

login or register a new account.

Related Topics