ښرنه (پژواک، ١٦ لړم ٩٤): د پکتيکا د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو کور په کور عمليات پيل کړي او تر اوسه يې پنځه قومي مشران وژلي دي.
له اومنې ولسوالۍ د نا امنيو له امله د ولايت مرکز ښرنې ښار ته راغلي اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دولتي مامورينو د له منځه وړو په موخه وسله والو طالبانو کور په کور پلـټنې پيل کړې دي
دوی وايي چې د پکتيکا لپاره د طالبانو والي بلال په ګډون په سلګونو مخ پټي وسله وال چې پاکستانيان هم ورسره دي، په تورو موټرو کې کور په کور ګرځي او د لېست له مخې قومي مشران، دولتي مامورين او سرتېري له کورونو را وباسي، او وژني يې.
د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو له تېرو دريو ورځو راهيسې پنځه قومي مشران وژلي او پنځه نور يې له ځان سره ژوندي بيولي دي.
هغه وايي که په دې اړه جدي اقدام ونه شي حالت به تر دې هم خراب او کړکېچن شي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر نثاراحمد عبدالرحيمزى هم وايي چې وسله والو طالبانو په اومنه کې دوه عام وګړي وژلي او څو نور يې له ځان سره بيولي دي.
د دغه ولايت د وازې خوا اوسېدونکو هم د ټيلېفون په کرښه پژواک ته وويل چې هلته د طالبانو له خوا د خلکو د ځورولو لړۍ ادامه لري.
د دوى په وينا، په دې ولسوالۍ کې د سختو جګړو او د ډزو د غږونو له وېرې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د امنيت امر هم مني چې په وازې خوا ولسوالۍ د نهمې ورځې لپاره جګړه ادامه لري، خو زياتوي چې د دغو عملياتو پر مهال يې طالبانو ته ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخوا وسله وال طالبان په وازې خوا کې د جګړې پر مهال د لاسته راوړنو خبره کوي او د دوی له لوري په دواړو ولسواليو کې پر عامو خلکو د ظلمونو خبره په کلکه ردوي.
login or register a new account.