غزني ښار (پژواک، ١٦ لړم ٩٤): د غزني خبريالان وايي چې د کار کولو پر مهال د وسله والو مخالفينو او ځينو دولتي چارواکو له خوا ورته ستونزې پيدا کېږي او ځيني مهال د مرګ ګواښونه هم ورته کېږي.
دوى دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پرون د دغه ولايت يو ديني عالم چې د يوې سيمه ييزې راډيو مسوول هم و، د وسله والو له لوري ووژل شو.
په غزني کې د خبريالانو ټولنې مشر او د بي بي سي خبريال اسدالله جلالزی وايي چې د نورو سيمو په څېر د غزني خبريالان نه شي کولای چې په ښه توګه کار وکړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د غزني خبريالان پر يو شمېر موضوعاتو لکه د ځمکې غصب، په ادارو کې د فساد شتون او يو شمېر نورو موضوعاتو کار نه شي کولای.
د جلالزي په وينا، پر يادو موضوعاتو د کار نه کولو لامل د خبريالانو ګواښل دي، که چېرې څوک د ځمکې غاصب معرفي شي، نو بيا خبريال ګواښل کېږي.
نوموړي د چا نوم وانه خيست خو زياته يې کړه چې دا ډول ستونزې ورځ تر بلې زياتېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې څو ځلې د ملي امنيت د کارکوونکو له لوري يو شمېر خبريالان ګواښل شوي دي.
په غزني کې د کليد راډيو خبريال محمدعارف نوري وايي چې تېره اوونۍ د ولايتي شورا رييس او يوه غړي له لوري و رټل شو، سپکې او سپورې ورته وويل شوې تر دې پورې چې په مرګ يې هم وګواښل.
نوموړی وايي: ((د غزني پخواني قوماندان ويلي وو چې د ولايتي شورا رييس له مانه تېل غواړي په دې اړه مې خبر جوړ کړ، خو کله چې خبر خپور شو، نو د ولايتي شورا رييس راته ټيلېفون وکړ، تر سپکو سپورو وروسته يې زه پر مرګ وګواښلم.))
نوري ادعا کوي، څه يې چې خپاره کړي، ټول حقايق وو.
څو ورځې وړاندې په غزني کې د پژواک خبريال هم د وسله والو طالبانو له لوري پر دې چې ګواکې د دولت په ګټه خبرونه خپروي، وګواښل شو.
په غزني کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول جميل وقار هم وايي چې د تېر کال په پرتله په غزني کې د خبريالانو پر وړاندې ستونزې زياتې شوې دي.
login or register a new account.