ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلاوى : د امنيتي ځواکونو د کمزورې رهبرۍ له امله  جګړه تر لښکرګاه رسېدلې

پلاوى : د امنيتي ځواکونو د کمزورې رهبرۍ له امله جګړه تر لښکرګاه رسېدلې

author avatar
7 Nov 2015 - 17:46
پلاوى : د امنيتي ځواکونو د کمزورې رهبرۍ له امله  جګړه تر لښکرګاه رسېدلې
author avatar
7 Nov 2015 - 17:46

کابل (پژواک، ١٦ لړم ٩٤): هلمند ته د ولسمشر په امر تللى پلاوى وايي، چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو د کمزورې رهبرۍ له امله وسله وال مخالفين توانېدلي، چې جګړه تر لښکرګاه ښار پورې ورسوي.

له تېرو څو اوونيو راهيسې د هلمند ولايت د مرکز په څنډو، نادعلي، ګرشک او مارجې ولسواليو کې جګړې روانې دي.

د لوى کندهار د قومي مشرانو يوه پلاوي، پرون په ارګ کې له ولسمشر سره ليدلي وو،  وروسته ولسمشر له همدې کسانو څخه چې په کې د ملي شورا غړي هم وو، د لړم په ١٦مه، لښکرګاه ته د امنيتي وضعيت د څېړلو په موخه يو پلاوى لېږلى دى.

په دغه پلاوي کې د ولسي جرګي غړي معلم مير ولي خان او عبدالجبار قهرمان، ځينې سناتوران او يو شمېر قومي مشران شامل دي.

دغه پلاوي لښکرګاه ته په رسېدو سره خبريالانو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، سر له نن څخه به خپلې څېړنې پيل کړي.

په ولسي جرګه کې د هلمند استازي عبدالجبار قهرمان وويل، د وسله والو مخالفينو شمېر تر هغه ډېر کم دی، چې په رسنيو کې يادېږي.

ده زياته کړه، په دغه ولايت کې د ملي ځواکونو کمښت نشته، خو د امنيتي ځواکونو په مشرتابه کې ستونزې شته.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو بل استازي عبدالودود پوپل هم په دغه خبري ناسته کې وويل، چې د ځواکونو شمېر کافي دى، خو دا چې د جګړې لمن تر لښکرګاه رارسېدلې، بايد څېړنه يې وشي.

د نوموړي په وينا، هغه مسوولين بايد محکمو ته راکش کړاى شي، چې په دې برخه کې يې غفلت کړى دى.

سناتور ملا شېرمحمد اخندزاده چې د دې پلاوي غړى دى، وويل: ((موږ راغلي يو چې خلکو ته روحيه ورکړو او د افغان ځواکونو ملاتړ وکړو.))

هغه ومنله چې د ناامنيو د ډېرېدو يو لامل خپله وکيلان دي او نور بايد دغې مسئلې ته د پای ټکی کېښودل شي.

نوموړي د کوم وکيل نوم ياد نه کړ، خو ويې ويل چې په امنيتي برخه کې د وکيلانو ترمنځ کشمشکونه د يوشمېر غير مسلکي کسانو د ګومارنو لامل شوي، چې له امله يې ناامنۍ زياتې شوې دي.

د دې پلاوي ډېرى غړو په هلمند کې روانه جګړه د پرديو د استخباراتو وبلله او پر هغو وسله والو چې افغانان دي، غږ وکړ چې سوله وکړي او له مقاومت څخه لاس واخلي.

د هلمند چارواکي په دې ولايت کې د روانو ناامنيو په اړه معلومات نه ورکوي، خو د ملي پوليسو ځينې سرچينې وايي، نن هم په مارجه کې سخته جګړه روانه ده او وسله وال د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې شوې دي.

سرچينې دغه راز وايي، په مارجه او سنګين کې تر شلو پورې د ملي اردو سرتېري وژل شوي  ، خو دا ادعاوې د خپلواکو سرچينو له خوا نه دي تاييد شوي.

وسله والو طالبانو هم په يادو جګړو کې د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو د وژلو خبر ورکړى دى.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.