Language

د پکتيا د ملکي روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړى

ګردېز (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): د پکتيا ولايت د ملکي روغتون ډاکټرانو او نورو کارکوونکو د مياشتنۍ تنخوا د ځنډ له امله پر کاري اعتصاب لاس پورې کړى دى.

د ياد روغتون يوه ډاکټر محمدفهيم د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له نن سهاره د دغه روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو پر کاري اعتصاب لاس پورې کړى دى.

هغه وايي: ((ځکه مو کاري اعتصاب کړى چې پنځه مياشتې کېږي تنخوا نه ده راکړل شوې.))

د ده په وينا، د عامې روغتيا وزارت چارواکو هغو کسانو ته هم پيسې نه دې ورکړې چې دغه روغتون ته يې بېلابېل ډول روغتيايي توکي راوړل.

ده وويل: ((اوس قرارداديان هم طبي وسايل او دوا موږ ته نه راوړي نو ځکه موږ د درملنې په برخه کې هم له ډېرو ستونزو سره مخ يو.))

هغه وايي که د ډاکترانو او د روغتون د کارکوونکو تنخواوې ژر اجرا نه شي کاري اعتصاب به دوام پيدا کړي.

د پکتيا د ملکي روغتون يو شمېر نورو ډاکټرانو هم ورته څرګندونې وکړې.

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي سردارمحمد پژواک ته وويل: ((سهار زه دغه روغتون ته راغلى يم، ناروغ مې له ځان سره راوړى خو هېڅوک نشته چې درملنه يې  وکړي.))

ده وويل چې په روغتون کې ټول واټونه بند دي، ډاکټران او نور روغتيايي کارکوونکي نه تر سترګو کېږي.

د دغه ولايت د عامې روغتيا سرپرست مشر ډاکټر ګل محمد منګل هم پژواک ته وويل چې له سهاره د پکتيا د ملکي روغتون ډاکټرانو پر کاري اعتصاب لاس پورې کړى دى.

ده هم وويل پنځه مياشتې کېږي چې د عامې روغتيا وزارت له لوري د دغه روغتون کارکوونکو ته مياشتنۍ تنخوا نه ده ورکړل شوې.

ده زياته کړه چې د اړوندې موضوع په اړه يې څو ځلې د عامې روغتيا وزارت له چارواکو سره خبرې کړې خو مثبته پايله يې نه ده ورکړې.

login or register a new account.

Related Topics