پل علم (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى چې له امله يې پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د محمد اغې امنيه قوماندان څارمن مطيع الله عبدالرحيمزي د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا درې بجې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د غزني خېلو په سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
هغه وايي چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، د وژل شوو طالبانو جسدونه په سيمه کې پراته دي او ټپيان يې له ځان سره وړي خو په دغه بريد کې پوليسو او عامو خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
ده وويل چې پوليسو له يادو کسانو يو راکټ او يو کلاشينکوف هم ترلاسه کړي دي.
د غزني خېلو کلي اوسېدونکي سردار اغا پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې سيمې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په بريد کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.
د ياد بريد په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
خو طالبان وايي چې تېره ورځ د دوى وسله والو د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي او ګڼو امنيتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې هم د لوګر په بره کې برک ولسوالۍ کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي و.
login or register a new account.