Language

وسله والو په اومنه کې بل قومي مشر وژلى

ښرنه (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): مخ پټو وسله والو د پکتيکا په اومنې ولسوالۍ کې يو قومي مشر وژلى دى.

د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکي علم ګل پژواک ته وويل چې درى ورځې وړاندې مخ پټو وسله والو د دې ولسوالۍ له اومنې کلي څخه پنځه قومي مشران له ځان سره بيولي وو.

هغه وايي چې له يادې ډلې يې نن د عيسي خان په نوم يو قومي مشر وژلى او مړى يې بيا د هغه کورنۍ ته سپارلى دى.

ده وويل: ((د دې کسانو مخونه پټ دي، هېڅ نه معلومېږي چې څوک دي خو چړې يې په لاس دي او کور په کور ګرځي قومي مشران او دولتي کسان پيدا کوي او بيا يې له ځانه سره بيايي.))

ده له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د امنيت د ټينګښت لپاره اړينې هلې ځلې وکړي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي هم پژواک ته وويل چې په اومنې ولسوالۍ کې يو قومي مشر وژل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((دا مخ پټې کسان بل څوک نه دي، طالبان دي په دغه شان کارونو سره غواړي چې خلکو ته ستونزې پيدا کړي.))

ده وويل چې د اومنې ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت لپاره يې پلان جوړ کړى دى او ډېر ژر به يې پلى کړي.

د هغه په وينا، په ياده ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د پياوړتيا په موخه يې تېره ورځ وسلې او نور تجهيزات هم استولي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پکتيکا د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکي پژواک ته ويلي چې  په دې وروستيو کې وسله والو طالبان کور په کور عمليات پيل کړي او تر اوسه يې پنځه قومي مشران وژلي دي.

login or register a new account.