Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه کې ٥٠ وسله وال وژل شوي

په زابل کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه کې ٥٠ وسله وال وژل شوي

author avatar
8 Nov 2015 - 11:14
په زابل کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه کې ٥٠ وسله وال وژل شوي
author avatar
8 Nov 2015 - 11:14

کلات (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د داعش او طالب وسله والو تر منځ جګړو کې تر اوسه له دواړو لورو٥٠ وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

دا جګړه دوه ورځې مخکې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملا اختر منصور په مشرۍ د وسله والو طالبانو او د ملا دادالله منصور د جلا شوې ډلې تر منځ چې د ازبک داعشي جنګيالي يې هم ملتيا کوي، پيل شوې ده.

د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا جګړه اوس خاک افغان او داى چوپان ولسواليو ته هم غځېدلې ده.

هغه زياتوي: ((زموږ د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دې جګړه کې د ملا دادالله او داعش ډلې ٤٢ او د ملا اختر منصور ډلې ٨ وسله وال وژل شوي دي.))

د فراهي د معلوماتو له مخې، په جګړه کې تر اوسه له دواړو لورو تر ٣٠ زيات ټپيان شوي دي.

د ارغنداب ولسوال حاجي مهمند نصرتيار د جګړې د تاييد تر څنګ وايي چې تر اوسه له دواړو لورو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې د غزني ولايت هغه اته ملکي وګړي هم وژل شوي چې د داعش وسله والو څه موده مخکې تښتولي وو.

ولسوال وايي چې په وژل شوو ملکي وګړو کې څلور ښځې هم شاملې دي.

د زين الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې په وژل شوو کې د پير اغا په نوم د طالبانو يو مشهور سيمه ييز قوماندان هم شامل دى.

هغه زياتوي چې په سيمه کې يې د طالبانو ١٩ ټپيان هم ليدلي او طالبانو د داعش ٣٥ وسله وال ژوندي نيولي دي.

د ارغنداب ولسوال هم تاييد کړه چې وسله والو طالبانو د داعش لسګونه وسله وال ژوندي نيولي دي.

په ياده جګړه کې ښکېلو ډلو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.