مزار شريف (پژواک، ١٨ لړم ٩٤): د بلخ ولايت د مزارشريف ښار د مدني ټولنو لسګونه غړو د رخشانې سنګسارول د يوه لاريون په ترڅ کې وغندل او له دولته يې غوښتنه وکړه چې د دغه جنايت عاملينو ته سخته سزا ورکړي.
د غه لاريون کونکي نن دوشنبه (د لړم ۱۸مه) د بلخ د ولايتي شورا مخې ته راټول شوي وو او پر دولت يې نيوکه کوله چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې پاتی راغلی دی.
۱۹کلنه رخشانه يوه اونۍ وړاندې په غور ولايت کې له کوره د تېښتې په تور په يوه صحرايي محکمه کې د طالبانو له خوا سنګسار شوه.
د لاريون يوې سمبالوونکې او د پوهنتون استادې ماريا رهين پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دغه لاريون څخه يې موخه د هغه جنايت غندل دي چې څو ورځې وړاندې په غور کې ترسره شو.
رهين زياته کړه چې رخشانه د هغو خلکو له خوا سنګسار شوه، چې خپله پر دين نه پوهېږې؛ خو د ابزار په ډول کار ترې اخلي.
هغې اندېښنه وښوده چې که دولت د دې ډول پېښو مخه ونه نيسي؛ ښايي په راتلونکي کې نورې مېرمنې هم له ورته برخليک سره مخ شي.
د لاريون ګډون کوونکې او مدني فعالې ريحانې رسولي د رخشانې وژنه يو ناورين وباله او پر دولت يې نيوکه وکړه چې د ښځو د ژوند په خونديتوب کې پاتې راغلی دی.
هغې زياته کړه: ((موږ هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د صحرايي محکمو شاهدان يو؛ خو يوه ورځ مو هم وانه اورېدل چې دولت دې د دغو ناوړه پېښو عاملينو ته سزا ورکړې وي.))
نوموړې زياته کړه چې د رخشانې بې رحمانه وژنې دا وښوده چې ځينې کړۍ د افغان ښځو د غږ د ټيټولو په هڅه کې دي.
په شمال زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رييس قاضي سيدمحمد سامع پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په هېواد کې صحرايي محاکمې د اندېښنې وړ دي.
هغه زياته کړه چې په تېر کال کې يواځې د شمال زون په څلور ولايتونو کې د صحرايي محکمو لس پېښې له دوی سره ثبت شوې چې دا د تېرو کلونو په پرتله ۶۰ سلنه زياتوالی ښيي.
نوموړي وويل چې د دې ډول قضيو په اړه د افغان دولت بې پروايي د بشري حقونو د کمېسيون اندېښنې راپارولې دي.
login or register a new account.