Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

” بهرني طالبان په امام صاحب کې د جګړې د لومړۍ کرښې مشري کوي”

کندوز(پژواک،١٨ لړم ٩٤): د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوال وايي چې ددې ولسوالۍ ٤٠ سلنه برخه د وسله والو مخالفينو په ولکه کې ده او بهرني وسله وال د جګړې مشري کوي.

 امان الدين قرشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوسمهال شاوخوا ١٥٠٠ کورني او بهرني طالبان په امام صاحب ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره جګړه کوي.

هغه زياته کړه چې شاوخوا ٢٠٠ تنه يې بهرني طالبان دي چې پر مرکز او ولسواليو د بريدونو مشري کوي.

د امام صاحب ولسوال وويل چې په دوى کې ازبکستاني، پاکستاني، تاجکستاني، عرب او چيچن وګړي شامل دي او تر اوسه د چاڼيزو عملياتو د پيل لپاره څه پلان نشته.

قريشي زياته کړه، ځايي چارواکو ژمنه کړې چې د کندوز په دشت ارچي او د تخار په خواجه غار ولسواليو کې د عملياتو له پاى ته رسېدو وروسته، د نا امنيو لمن امام صاحب ته پراخېږي.

هغه خبر دارى ورکړ:(( که چېرته ډېر ژر عمليات تر سره نه شي، وسله وال مخالفين پياوړي کېږي او وروسته به يې له ولسوالۍ نه شړل ګران وي.))

 د امام صاحب ولسوالۍ د تلې په نهمه شپه د طالبانو لاس ته ورغله او په سبا ورځ يې له څه مقاومت وروسته بېرته پرېښوده او په شاوخوا سيمو کې مېشت شول.

د امام صاحب اوسېدونکي هم په دې ولسوالۍ کې د عملياتو د پيل غوښتنه کوي.

د قطر بلاق سيمې يوه اوسېدونکي معروف وويل چې طالبان تر ډېره ددې ولسوالۍ په اطرافو کې فعاليت لري او د شپې له خوا د ښار په ځينو برخو کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

هغه زياته کړه چې بايد عمليات وشي او دا چې د ژمي موسم نږدې دى، بايد کوښښ وشي چې ملکي وګړو ته زيان ونه رسېږي.

د امام صاحب ولسوالۍ له تاجکستان سره پولي لري او په دې وروستيو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو د سختو نښتو شاهده وه.

تېره اوونۍ د امام صحب په قرغان تپه او جوى بيګ سيمو کې نښتې وشوې چې په کې پنځه وسله وال مخالفين او درې سيمه ييزو پوليس ووژل شول او يو شمېر نور ژوبل شول.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.