Language

د بلخ ولايت سل ورځنى کاري پلان اعلان شو

مزارشريف (پژواک، ١٨ لړم ٩٤): د بلخ د ځينو دولتي ادارو سل ورځنی کاري پلان د دغه ولايت د مقام له خوا اعلان شو.

په هغې غونډه کې چې نن دوشنبه (د لړم ۱۸مه) په مزارشريف ښار کې جوړه شوې وه، د ولايت مقام سکتوري او تخنيکي رييس ذبيح الله اختري د دغه ولايت د بېلابېلو ادارو سل ورځنی کاري پلان له رسنيو سره شريک کړ.

نوموړي وويل چې دغه پلان د لړم، ليندۍ او مرغومي مياشتو لپاره ترتيب شوی چې دمګړی د عملي کېدو په حال کې دی.

هغه زياته کړه چې ياد پلان يې د سيمه ييزو ارګانونو له ادارې سره شريک کړی او د هغوی له تاييدو وروسته يې اړوندو ادارو ته د اجرا لپاره سپارلی دی.

نوموړي د امنيت په برخه کې د بلخ ولايت په ځينو نا امنو ولسواليو لکه زارع، دولت اباد، چهاربولک او چمتال کې د پوځي عملياتو د ترسره کېدو خبره وکړه.

د هغه په خبره، د پلان له مخې به د ګاونډيو ولايتونو له امنيه قوماندانانو سره د همغږۍ يوه غونډه هم جوړه شي، تر څو د بلخ د شاوخوا نا امنو سيمو د امن کولو لپاره لازم ګامونه پورته شي.

هغه همدا راز وويل چې د سوله ييز فکر د خپراوي او د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن کمېدو لپاره به له ديني علماوو، د پوهنتون او ښوونځيو له استادانو، قومي مشرانو سره مشورتي غونډې هم ترسره شي.

د بلخ ولايت مقام تخنيکي مسوول د ښې حکومتدارۍ په اړه وويل چې دوی په پام کې لري د همدې سلو ورځو په اوږدو کې يو لړ هغو جنجالونو ته هم رسېدنه وکړي چې له ډېر وخت راهيسې نه دي حل شوي.

هغه د بېلګې په ډول د مولانا جلال الدين محمد بلخي د ښارګوټي، د مزارشريف د نوي ښار او چمتال ولسوالۍ د ځنګلونو يادونه وکړه چې د مشکل د حل کولو لپاره به يې جدي ګامونه پورته شي.

هغه له ولسوالانو سره د مياشتنيو غونډو جوړول هم د ښې حکومتولۍ په برخه کې د دوی د پلانونو يوه برخه وبلله.

نوموړي وويل چې د ولايت مقام، ولايتي شورا، له فساد سره د مبارزې ادارې او څارنوالۍ د استازو يو ګډ هيئت به وټاکل شي او د دغه ولايت په مستوفيت او ګمرکاتو کې به د فساد د مخنيولي لپاره هڅې وکړي.

اختري له مخدره توکو سره مبارزه هم د سل ورځني کاري پلان مهمه برخه وبلله.

login or register a new account.

Related Topics