غزني- کلات (پژواک، ١٨ لړم ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل کې د داعش وسله والو له خوا د غزني ولايت د جاغورو ولسوالۍ د وژل شوو عامو وګړو مړي غزني ښار ته د لېږد په حال کې دي.
د زابل د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال مهمند نصرتيار د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان تېره مياشت داعش وسله والو تر تښتولو وروسته په خاک افغان ولسوالۍ کې ساتلي وو.
هغه زياته کړه چې پرون د طالبانو د مشر ملا اختر منصور او د ملا دادالله ډلو تر منځ د وسله والو نښتو پر مهال د داعش وسله والو د ارغنداب ولسوالۍ د سر درې په سيمه کې له تښتول شوو ملکي وګړو سرونه پرې کړي او وژلي يې دي.
د زابل د شاه جوى ولسوالۍ ولسوال وزيرمحمد جوادي پژواک اژانس ته وويل چې د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکو پرون مازديګر د وژل شوو کسانو جسدونه دې ولسوالۍ ته ور وړي وو.
هغه زياته کړه چې په وژل شوو کې څلور ښځې او درې نارينه دي او دوى پرون ناوخته د جاغورو ولسوالۍ اوسېدونکو ته سپارلي دي.
د جاغوريو ولسوال ظفر شريف پژواک اژانس ته ومنله چې د وژل شوو کسانو جسدونه له زابل څخه غزني ښار ته راوړل کېږي.
خو نوموړي وويل چې د لارې د بندوالي له امله دا جسدونه تر نن غرمې پورې غزني ښار ته نه دي رسول شوي او چې کله ورسېدل بيا به جاغورو ولسواليو ته ولېږدول شي.
د غزني د ولايتي شورا غړي نصيراحمد فقيري پژواک اژانس ته وويل چې دغه کسان د روان لمريز کال د تلې په ٢١مه له جاغوريو ولسوالۍ څخه غزني ښار ته روان وو چې د ګيلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش وسله والو له خوا وتښتول شول.
د جاغوريو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى ، مدني فعال او د پوهنتون استاد محمد عيسى شرافت پژواک اژانس ته د يادې پېښې د غندنې ترڅنګ وويل چې مړي تر اوسه د ولسوالۍ اوسېدونکو ته نه دي سپارل شوي.
هغه زياته کړه، چې وژل شوي کسان د دوو کورنيو غړ دي، چې په کې درې ښځې، يوه ماشومه او څلور نارينه شامل دي.
استاد شرافت وايي چې د جاغوريو ولسوالۍ اوسېدونکي له سختو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي ، د وژل کېدو ترڅنګ لاره يې بنده ده او اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ دي.
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د غزني د جاغوريو او قره باغ ولسواليو پر لويه لاره دې امنيتي پوستې جوړې کړي، څو دا لاره خوندي شي، ځکه چې د جاغوريو ولسوالۍ اوسېدونکي په کابل او غزني ښار کې بند پاتې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP