کلات (پژواک، ١٨ لړم ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د داعش او طالب وسله والو تر منځ جګړه اوس هم روانه ده او تر دې مهاله له دواړو ډلو د وژل شوو وسله والو شمېر ١١٠ ته رسېدلى دى.
دا جګړه درې ورځې مخکې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملا اختر منصور په مشرۍ د وسله والو طالبانو او د ملا منصور دادالله د جلا شوې ډلې تر منځ چې د ازبک داعشي جنګيالي يې هم ملتيا کوي، پيل شوې ده.
د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا جګړه تر ارغنداب وروسته خاک افغان او داى چوپان ولسواليو ته هم غځېدلې ده.
هغه زياتوي چې تر اوسه په دې جګړه کې له دواړو لورو لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه داعشي او ازبک وسله وال د طالبانو له خوا ژوندي نيول شوي دي.
د ارغنداب ولسوال حاجي مهمند نصرتيار پژواک اژانس ته وويل چې جګړه اوس د خاک افغان ولسوالۍ د سوډاني په غرنيو سيمو کې روانه ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دې جګړه کې د ملا اختر منصور له ډلې ٢٥ وسله وال او د ملا دادالله له ډلې چې داعش وسله وال هم ورسره دي، ٨٥ تنه وژل شوي دي.
نصرتيار وايي چې په دې جګړه کې ٣٠ طالبان او له مخالفې ډلې يې هم لسګونه ټپيان شوي دي چې هغوى خپلو سيمو ته د درملنې په موخه وړي دي.
ولسوال وايي چې د ازبک وسله والو يو مشهور قوماندان اکرم له خپلو سلو وسله والو سره د ملا اختر منصور ډلې ته تسليم شوى دى.
دى وايي چې د ملا اختر منصور ډلې ډېرى سيمې له ازبک او ملا دادالله وسله والو څخه نيولې دي او خپلې پوستې يې په کې جوړې کړې دي.
په ياده سيمه کې د ملا اختر د ډلې يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې د دوى يواځې پنځه تنه وژل شوي او ١١ نور ژوبل دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP