ښرنه (پژواک،١٨لړم٩٤): د پکتيکا وازې خوا ولسوالۍ وسله والو طالبانو کلابنده کړې او په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه هم روانه ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر نثار احمد عبدالرحيمزي د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو ١٢ ورځو راهيسي په وازې خوا ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
ده زياته کړه، په دې جګړه کې تر اوسه يو ماشوم او يوه ښځه وژل شوي او د يوه ماشومام او يوه سړي ترڅنګ دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، په يادو نښتو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.
دى وايي: ((طالبانو د دې ولسوالۍ لارې تړلې دي، خو موږ هڅه کوو چې کمکي ځواکونه واستوو.))
د وزاې خوا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نورمحمد پژواک ته وويل: ((نږدې دوه اوونۍ کېږي چې جنګ روان دى او ټوله ولسوالۍ هم طالبانو کلابنده کړې ده.))
د ده په خبره، په دې جګړه کې نن د يوه پوليس ترڅنګ د عبدالحي په نوم يو تن قومي مشر هم ټپي شوى دى.
هغه وويل، ټولې لارې طالبانو تړلې دي او د يادو ټپي کسانو د لېږد لپاره هېڅ لاره چاره نه تر سترګو کېږي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.